د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې غېر راجستر افغان کډوال راجسټرېږي


په پاکستان کې مېشت د غېر راجسټر افغان کډوالو ثبتولو لړۍ روانه ده چې د سږني کال تر پایه به دوام ولري.

په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارتخانه کی د کډوالو د چارو د مشر مرستیال ذبیح الله مشال راډيو ته وويل چې د جولايي شلمې (۲۰) نېټې نه د دغې نوم ليکنې ازمايښتي پړاو پیل شوې خو دغه پروسه به په رسمي توګه د اګست له شپاړسمې (۱۶) نيټې پيلېږي او د نوم ليکنې دا عمل به د ۲۰۱۸ کال له جنورې وړاندې بشپړ کړې شي.

د نوموړي په وينا چې پاکستان حکومت ازمایښتي پړاو کې د افغانانو د نوم ليکنې لپاره په نوښار او اسلام اباد کې دوه (۲) مرکزونه جوړ کړي دي او په ټول ملک کې به نولس (۱۹) نورې سېنټرې هم جوړول کېږي.

ذبيح الله زياتوي چې نوم ليکنې مرکز ته راتلونکي افغان کډوال دې له ځانه سره تذکره يا افغان پيژندپاڼه راوړي.

د افغان وګړو د ثبتولو دا بهیر د پاکستان د سرحدونو وزارات (سيفران) د شناختي کارټونو د جوړولو ادارې (نادرا) او له افغانستان د راغلو چارواکو په مرسته ترسره کېږي.

د ذکر ده چې د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ په دويمه (۲) اونۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او يو اېن اېچ سي ار چارواکو ترمينځه شوې درې اړخيزې غونډه ه کې د غېر راجستر کډوالو د رجسټرېشن فېصله کړې شوې وه.

پاکستاني مطبوعات د نادرا لخوا وايي چې په پاکستان کې دا وخت قريبا يو ميليون ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي چې پکې د شپږو (۶) لکو زيات په خېبر پښتونخوا او پاتې د ملک په نور سیمو کې مېشت دي.

خو په پېښور کې مېشت ېو غېر راجستر کډوال واحد الله وايي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو دا ېوه ښه فېصله ده خو پکار ده چې دوي سره هم بيرته ستنېدو پروخت لکه د نورو راجستر افغان کډوالو پشان مرستې وکړې شي.

مشال راډيو په دې ورستېو کې په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي نه تپوس کړې وو چې نوي راجستر کډوالو سره به بيرته ستنېدو پروخت څه قسمه مرستې کوۍ نو د نوموړي وينا وه چې حکومت يې په داخل د افغانستان کې د تورخم ټول پلازې سره نزدې ېو سېنټر جوړ کړې چرته چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ايي او اېم سره په ګډه هر نفر ته د درې نيمو زرو (۳۵۰۰) افغانو او د ضرورت سامان نه علاوه يوه فورمه هم ورکوي او کډوال دې دغه فورمه په خپلو ولاېتونو کې د مهاجرينو رياست ته ورکړي نو د کمېسون د فيصلې ورستو به ورته يوه نمره ځمکه ورکول کېږي.

د ملګري ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه چې دا مهال په پاکستان کې قريبا ديارلس (۱۳) لکو پورې راجستر کډوال ژوند کوي او خپل ملک ته ستنېدو پروخت اداره يې هر راجستر کډوال ته دوه سوه (۲۰۰) ډالر ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په ياد ملک کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG