د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان او هند سره ښه اړيکې غواړي


د پاکستان خارجه وزير خواجه محمد اصف ويلي دي چې پاکستان له خپلو ګاونډيو ملکونو خصوصا افغانستان او هند سره ښه اړيکې غواړي.

د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې له خبريالانو سره په خبرو کې خواجه اصف وويل چې افغانستان او هند دې د تورونو لګولو پرځای د پاکستان امن لپاره د پورته کړل شویو ګامونو ملګرتيا وکړي چې په سيمه کې امن راشي.

د نوموړي وينا وه چې هند پر کنټرول کرښه د اوربند له سرغړولوسره سره پر ډيورنډ کرښه هم د حالات خرابولو کوښښ کوي چې مقصد يې پاکستان په معاشي او سياسي توګه بې ټېکه او بې ثباته کول دي.

د ذکر ده چې افغانستان او هند څو وارې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ کولو تورون کړې خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د خارجه وزير وينا وه چې د پاکستان د امن لپاره کوښښونه او تجويزونه دې د دوي کمزوري نه ګڼل کېږي ځکه چې دوی د خپلوجغرافيايي حدونو ساتنې وړتیا لري.

خواجه اصف زياته کړه چې پاکستان له تېرو څو لسيزو راهسې د ترهګرۍ پرضد جنګ کې بوخت دی خو په موجوده وخت کې په ملک کې د پخوا په نسبت پر ترهګرۍ تر ډېره حده قابو موندل شوی دی چې پکې پوځ ډېر مهم کردار لوبولی دی.

خبريال او افغان چارو نظر لرونکې رحيم الله يوسفزۍ وايي چې دواړو ملکونو ترمېنځه اړيکې صرف په بېانونو ورکولو نه شي ښه کېدلی. پاکستان او افغانستان له پکار دي چې نه یوازې پر یو بل د تورونو له لګولو ډډه وکړي بلکې په اخلاص سره ګامونه هم پورته کړي او چې له یوه بله ګيلې لري نو د هغو د لیرېکولو کوښښ دې وکړي.

د ذکر ده چې خواجه محمد اصف د تېرې جمعې پر ورځ د ملک نوې خارجه وزير وټاکل شوچې تر دې وړاندې د پخواني وزيراعظم نواز شريف په کابينه کې د دفاع وزير وو.

XS
SM
MD
LG