د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا سوشل میډیا سیاسي کلتور بدلولای شي؟


د ټولنیزو رسنیو لوحې
د ټولنیزو رسنیو لوحې

دا وخت د ډیورنډ کرښې دواړه خواو ته د ځوان کهول لویه برخه د خپلو سیاسي ، ولسي ، تعلیمي او تفریحي هلو ځلو په اړه د مالوماتو شریکولو او خپلو فکرونو او رایو د اظهار لپاره له ټولینزې رسنیو یا سوشل میډیا کار اخلي.

په داسې حال کې چې دا ټوله سیمه تر لویو بدلونونو تیریږي ، پوښتنه دا ده چې سوشل میډیا د سیمې د سیاسي کلتور په بدلولو یا بیا پیاوړي کولو کې څه کردار لوبوي ؟

په دې اړه یوه سیاسي فعاله او په سوشل میډیا د حقونو دفاع کوونکې پلوښه عباس وايي سوشل میډیا د ټولنې عامو وګړو ته د خپل اواز پورته کولو یو میدان ورکړی دی او اوس لوي سیاسي ګوندونه هم نه شي کولای چې د خپلو کارکنانو رايي او انتقادونه له پامه وغورځوي.

پلوښې عباس وویل ، د واک په ایوانونو کې چې کومې پریکړې کیږي هغه د یو څو واکمنو د خوښې په بنیاد کیږي خو اوس ولس د سوشل میډیا په وسیله کولای شي چې خپل اواز واکمنو ته ورسوي او ورته ووايي چې دوي څه غواړي؟

خو ځینې کارپوهان وايي چې سوشل میډیا د سیاسي شعور د قوي کولو او خلکو د حقونو خوندي کولو پر ځاي ډیر شور پیدا کړی دی او اکثر داسې وشي چې په دغه شور کې سنجیده سیاسي فکرونه تت پاتې شي.

فېسبوک
فېسبوک

په ټولینزو او سیاسي چارو پوه رازق فهیم وايي که موږ په رښتیا غواړو چې سوشل میډیا د ټولنې د پرمختیا او سیاسي پیاوړتیا لپاره په کار راولو نو باید مونږ په دغه اړه اړینې زده کړې او هنرونه ترلاسه کړو او دا هر څه په یو منظمه توګه پر مخ یوسو . رازق فهیم وویل ، دا ضرور ده چې یو شور یا هیجان په کې پیدا شي او د سیاسي غوښتنو یوه انګیزه په کې وي خو سنجیده ، پروقاره او اغیزمن اوازونه په کې اکثر تت پاتې شي.

سوشل میډیا که یو خوا د ځینې عرب هیوادونو په ګډون د نړۍ په یو شمیر برخو کې لوي سیاسي او ولسي تحریکونه مخې ته راوړي دي خو د پاکستان په قبایلي سیمو کې په زرګونو خلک د روایتي میډیا سره سره نوې میډیا ته هم لاس رسی نه لري.

په قبایلي سیمو کې د خبریالانو د اتحادیې یو مشر صفدر داوړ وايي د سوشل میډیا د اغیز په اړه تر بحث وړاندې موږ باید دا پوښتنه وکړو چې په قبایلي سیمو کې څومره خلک سوشل میډیا کارولای شي ؟

ټویټر
ټویټر

نوموړی وايي ، د شمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون په مهمندو ، کرمه او خیبر کې د انټرنیټ اسانتیا نشته. په نورو قبایلي سیمو کې هم د حکومت خوښه ده چې کله د انټرنیټ اسانتیا ورکوي او کله يي تړي. پکار ده چې حکومت د انټرنیټ او سوشل میډیا په وسیله ولس ته د خپلو فکرونو د څرګندونې موقعه ورکړي.

صفدر دواړ زیاته کړه چې ډیری داسې ډلې هم شته چې سوشل میډیا د افغانستان او پاکستان د ولسونو تر مینځ د نفرت او دښمنۍ لپاره په کار راولي.

د ټولینزو چارو کارپوهان د سیاسي بیدارۍ او پرمختیا لپاره د سوشل میډیا وړتیا مني خو په دغه اړه دا غوښتنه هم لري چې د سوشل میډیا د منفي اغیز نه د خوندي پاتې کیدو لپاره باید په ولس کې بیداري پیدا کړل شي او د هیواد په علمي او سیاسي مرکزونو کې په دغه اړه یوې پراخې مباحثې ته لاره هواره کړل شي

XS
SM
MD
LG