د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ کمېټۍ پر عمران خان د عایشه ګلالۍ تورونه څېړي


د پاکستان قومي اسمبلۍ
د پاکستان قومي اسمبلۍ

د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د قومي اسمبلۍ د غړې عایشې ګلالۍ وزیرې له خوا د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د لګول شوو تورونو د څېړلو لپاره د کمېټۍ جوړول پیل کړي دي.

ایاز صادق دا کار له هغه وروسته کوي چې د مسلم لیګ نواز ډلې غړې عارفه خالد قومي اسمبلۍ ته تحریک وړاندې کړ او وزیراعظم شاهد خاقان عباسیپه دې اړه په پارلمان کې دننه د پلټنو امر وکړ.

شاهد خاقان عباسي پارلمان ته په وینا کې وویل ، دا یو داسې مسله ده چې د پارلمان تقدس ورسره تړلی دی نو ځکه دوي غواړي چې خبره سپینه شي.

په دې قرارداد کې د سپیکر ایاز صادق لپاره په دې اړه د واک منظور ورکړل شوې وه چې د دې مسلې د هواري لپاره دې کمېټۍ جوړه کړي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

بیان زیاتوي چې په یاده کمېټۍ کې به د ټولو پارلماني ګوندونو شل غړي شامل وي او په یوه میاشت کې به خپل رپورټ وړاندې کوي.

دا ټولې پلټنې به په داسې په پټه توګه تر سره کېږي چې د کميټۍ له غړو او دواړو فریقو پرته به بل هیڅوک ګډون پکې نه کوي.

عايشې ګلالۍ په يو بيان کې د پارليماني کمېټۍ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې ټول ثبوتونه به دې کميټۍ ته ورکوي.

د تحريک انصاف مشر عمران خان د پارليماني کمېټۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې هيله ده د دې تورونو به بشپړې پلټنې وشي.

عمران خان ویلي پر دې مسله ځکه ډېرې خبرې نه کوي چې د ده په وینا د عایشې ګلالۍ پر ژوند به یې اغېز پرېوزي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

خو بل اړخ ته د پاکستان تحريک انصاف ځيني مشرانو په لاهور کې په يوه خبري کنفرانس کې پارليماني کميټي رد کړې ده.

د ياد ګوند يو مخکښ شفقت محمود ويلي چې د سياسي مخالفينو په مشرۍ جوړه کمېټۍ دوی کله هم نه مني ځکه چې د دوی په وینا ، هغوي کله هم انصاف نه شي کولای.

شفقت محمودوویل "په پارليماني کميټۍ کې به د واکمن ګوند زيات غړي وي، نور سياسي وګړي به هم ناست وي نو تاسو ووايئ چې يوه پارليماني کميټۍ داسې معامله څنګه کتلای شي ځکه چې دا يوه قانوني معامله ده.

شفقت محمودزیاته کړه چې پلټنې دې وشي خو اول دې د قانون او انصاف غوښتنې پوره کړی شي"

دا له هغه وروسته ده چې عایشې ګلالۍ وزیرې له تحریک انصاف څخه استعفی وکړه او پر عمران خان یې تور پورې کې چې دې ته یې پر ټلیفون غیراخلاقي پېغامونه ورلېږلي دي.

نوموړې وویل چې په تحریک انصاف کې د یاد ګوند د مشر عمران خان او ځینو نورو مشرانو له کبله د مېرمنو عزت خوندي نه دی.

عایشه ګلالۍ وزیره
عایشه ګلالۍ وزیره

عایشې ګلالۍ وزیرې وویل ، که څوک د دې تور بې ځایه ګڼي نو د پاکستان د مواصلاتي چارو اداره دې د عمران خان د موبایل ریکارډ وګوري.

نوموړې ویلي که دې ته او یا یې هم کورنۍ ته کوم زیان ورسېدی نو به یې عمران خان زمه واري دا ځکه چې د دې په وینا دهړکې ورکول کېږي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د اسلام اباد پولیسو ته امر کړی دی چې د عایشې ګلالۍ وزیرې دې پوره امنیت وساتل شي.

عایشه ګلالۍ وزیره د ۲۰۱۳م کال تر ټولټاکنو وروسته د تحریک انصاف له خوا د مېرمنو لپاره پر یو ځانګړې چوکۍ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړیتوب ترلاسه کړی وو.

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی مطيع الله جان وايي دا مهمه ده چې پارليماني کميټي کوم ثبوتونه مخې ته راوړي او د هغې پر بنياد څه پرېکړه کوي.

خو نوموړی وايي چې عمران خان پارليمان ته نه راځي نو ګرانه ده چې هغه يوې داسې کميټۍ ته وړاندې شي چې له وړاندې پرې د هغه ګوند ټکونه کوي چې دا د مخالفه سياسي ګوندونو غړي لري.

XS
SM
MD
LG