د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاصمه جهانګیر: پاکستان سپریم کورټ کله هم د ستاینې وړ فیصله نه ده کړې


یوه اونۍ وړاندې د جمعې په ورځ پاکستان سپریم کورټ له لوري د واکمن ګوند مسلم لیګ ن مشر نوازشریف نااهله ګرځولو پر پرېکړه د واکمن ګوند په ګډون له بېلابېلو څانګو سره اړه لرونکیو خلکو نیوکې وکړې او ویلي یې دي چې په دې فیصله کې د انصاف تقاضې نه دې پوره کړل شوې.

په هم دې لړ کې بېګاه ماښام د بشري حقونو مبارزې او مشرې وکیلې عاصمه جهانګیر د پاناما اسنادو پلټنو کېس کې د سپریم کورټ پر کردار او د پخواني وزیراعظم نوازشریف د نااهله ګرځولو په اړه پوښتنې پورته کړې.

د اسلام اباد پرېس کلب په بلنه خبریالانو ته په وینا کې د عاصمه جهانګیر وویل، چې د ایین ۱۸۴م ماده سمه نه کارول کېږي او تر دې لاندې د کمزوریو او بې وسه خلکو په باب له خپلې مخې ګروږنه (ازخود نوټس) اخېستل کېږي.

عاصمه جهانګیر ویلي چې د ایین ۱۸۴م مادې د کارولو وروسته د یوې پرېکړې پرضد اپیل نه شي کېدلای او پکار ده چې په دې لړ کې ترمیم وکړل شي.

،،زه له نوازشریف سره نه یم، زه د قانون له حکمرانۍ سره یم. ما تر نن ورځې پورې مسلم لیګ نواز ته ووټ نه دی ورکړی، ما تل پیپلز پارټۍ ته ووټ ورکړی دی او مخکې به یې هم ورکوم. که پیپلز پارټۍ راځي که نوازشریف ځي خو موږ له یوه اصول سره ملګري یو او که د ملک تر ټولو لوی عدالت چې په کومو اصولو ناست دی او هغه زما مخکې یا د بل چا مخکې خرابوي نو زه ګڼم چې اوازونه اوچتېدل پکار دي.،،

عاصمه جهانګیر دا هم وویل چې د سپریم کورټ یوه داسې فیصله خو دې وښودل شي چې تر لوستلو پس یې سړی ووايي واه څه اعلا فیصله یې وکړه.

د پاکستان سپریم کورټ تېره جمعه د پاناما اسنادو د مقدمې فیصلې په اورولو کې نوازشریف په دې دلیل نااهله وګرځولو چې نوموړي انتخابي کمېشن ته خپله پوره شتمني نه وه ښودلې.

د قانوني چارو کار پوه او د قانون پخوانی وزیر افتخار ګیلانی وایي د سپریم کورټ لخوا د نوازشریف وزیراعظم په توګه نااهله ګرځولو فیصله ورته له غوسې ډکه ښکاري.

د ده په وینا چې د اتلسم ترمیم پس د ۱۰مې مادې روڼه مقدمه کېږي خو په دې کېس کې د ۱۰مې مادې سرغړونه شوې ده او نوازشریف د خپلځان سپینولو موقع نه ده ورکړل شوې.

دی زیاتوي، "د نوازشریف د بیا-کتنې [نظرثاني] پر درخواست دې د سپریم کورټ تر ټولو لویه جرګګۍ بیا کښېنې او هغه دې واوري. دا کیسه ماتا د بوټو صېب د فیصلې غوندې ښکاري."

سیاستوال او شنونکې افراسیاب خټک وایي په پاکستان کې ډېر خلک دا نظر لري چې څنګه مخکې د جمهوري حکومتونو د لیرېکولو په سلسله کې کومې فیصلې شوې وې نو دا هم د هغې یوه لړۍ ده.

''پاکستان کې جمهوري عمل په هواره توګه پرمختګ نه شي کولی او وخت په وخت یې مخه نیول کېږي. په پاناما کېس کې دا خبره کېدله چې د ټولو به احتساب کېږي خو احتساب یواځې د نوازشریف وشو او د نورو پوښتنه و نه شوه نو له خلکو سره اندېښنه شته او دا پرځای ده.''

د قانوني چارو کار پوه اعجاز مومند وایي د صادق او امین په اړه دا فیصله د ایین له دوه شپیتمې او درې شپيتمې مادې سره سم شوې ده خو اوس به کتل دا وي چې کومه فیصله وشوه نو ایا دا به مخکې ځي که نه دا یواځې تر نوازشریف پورې وه او که دا یواځې تر نوازشریف پورې وه نو بیا دا ډېر زیاتی دی او او له دې د دې خبرې اندازه لګیدلی شي چې یوازې د نواز شریف کورنۍ ته دا منصوبه شوې وه او دا یواړخیزه پرېکړه ده.

نن مطبوعاتو سره په خبرو کې د ریلوې وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې پخواني وزیراعظم نوازشریف پرضد د عدالتي فیصلې په اړه نظرثانې لپاره عدالت ته روان دي.

د دا هم وویل چې اوس د تجربه کارو وکیلانو لخوا پر عدالتي فیصله پوښتنې راپورته کېږي.

XS
SM
MD
LG