د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوې کابینه کې چودري نثار ځای نه لري


په ۲۸م جولايي د پاکستان کابينې ختمولو پس یوې بلې کابينېد جمعې په ورځد خپلو دندو لوړه وکړه. ۴۶ کسيزه کابينې نن خپلې څوکۍ سمبالې کړلې. د نوي وزير اعظم له راتګ سره تر ټولو لوی بدلون دا شوی دی چې د مسلم لیګ ن په مشرۍ وفاقي حکومت په څلور کلونو کې په لومړي ځل د بهرنیو چارو وزیر وټاکلی او دا څوکۍ یې د دفاع پخواني وزير خواجه اصف ته وسپارله. تر دې وړاندې دا ذمه واري د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز ترسره کوله.

د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سوګند پورته کولو نه دوه ورځې وروستو د جمعې په ورځ نوې ۴۶ کسيزه کابينې سوګند پورته کړ چې پکې ۲۸ وفاقي وزيران او ۱۸ د مملکت وزيران شامل دي.

د سوګند پورته کولو دستوره د ولسمشر په کور کې وشوه چې پکې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ترڅنګ د پارليمان يوشمېر غړیو هم ګډون وکړ.

د پاکستان سرکاري ټي وي ترمخه د دفاع پخوانی وزير خواجه اصف د بهرنيو چارو نوی وزير، خرم دستګير د دفاع نوی وزير او احسن اقبال د چودري نثار پرځای د کورنيو چارو نوی وزير ټاکل شوی دی.

په پاکستان کې د خارجه چارو وفاقي وزير نيشتوالي له وجېپر واکمن ګوند مسلم ليګ ن به مخالفه ډلو په بيا بيا تنقيد کولو.

بلخوا کارپوهان وايي، چې په کابينه کې نوی بدلون يو ښه ګام دی چې له دې سره به د واکمن ګوند د هېواد بهرنیو او کورنیو پاليسو او مهمو چارو ته پام وشي.

په دې اړه د پېښور يونيورسټۍ نړيوالو اړيکو څانګې پروفيسر حسېن شهيد سهروردي وايي چې پاکستان ته په موجوده وخت کې د نړۍ د نورور ملکونو په نسبت زيات د خارجه چارو د وزير ضرورت وو، حکومت ته پکا وه چې په تېرو څلور کالو کې يې دا وزير ټاکلی وای چې داسې د پاکستان خارجه پالسي په ښه توګه نړۍ ته رسېدلې وی.

په کراچۍ کې مېشت خبريال او د سياسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وايي په نوې کابينه کې مهم بدلون شوی چې دا به په را روانو وختونو کې د مسلم ليګ ن او د پاکستان لپاره ګټه ور وي. خو نوموړی زیاتوي چې نواز شریف مخ پروړاندې تلل غواړي او داسې ښکاري چې هغه جوړجاړي او مصلحت ته غاړه نه ږدي. ښاغلي کشر د بهرنیو چارو لپاره د خواجه اصف ګمارنه یو مثبت او غوره ګام وباله.

په نوې کابينه کې اسحاق ډار ته د خزانې او مريم اورنګزېب ته يو وارې بيا د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت ورکړل شوی دی. خواجه سعد رفيق ته د ريلوې، عبدالقادر بلوڅ ته د سيفران او بلېغ الرحمان ته د مذهبي امورووزارتونو ذمه وارۍ سپارل شوې دي.

په دغه کابينه کې زياتره د تېرې کابينې وزيرانو ته نوې ذمه وارۍ ورکړل شوي دي خو يو څو نوي وزيران هم د دې کابينې برخه جوړ کړل شوي دي.

ياده دې وي چې په اتويشتمه جولايۍ د پاکستان سپريم کورټ د پاکستان پخوانی وزير اعظم نواز شريف نا اهله ګرځولو سره کابينه هم ختمه شوې وه، خو دوو ورځې وړاندې د نوي وزير اعظم راتلو پس د جمعې په ورځ نوې کابينه جوړي کړل شوه.

XS
SM
MD
LG