د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د سرشمېرنې نتیجې لا نه دي په ډاګه شوې


په پاکستان کې شپږمه (۶) سرشمېرنه او کور شمېرنه د مۍ په پنځويشتمه (۲۵) نېټه سر ته رسول شوې ده خو حکومت يې لا هم پایلې نه دي جوتې کړې.

د ۲۰۱۷م کال د مارچ مياشتې له پنځلسمې (۱۵) نېټې په ملک کې په دوو مرحلو کې سرشمېرنه او کور شمېرنه پیل شوې وه.

په لومړي پړاو کې د څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر په دري شپېتو (۶۳) ضلعو کې تر پنځلسم (۱۵) اپرېل او په دوېم پړاو کې په پاته اوه اتيا (۷۸) ضلعو کې له پنځويشتم (۲۵) اپرېله تر پنځويشتم (۲۵) مۍ پورې سرشمېرنه او کور شمېرنه وکړل شوه.

د شمارياتو محکمې په وينا چې د شمېرنې پروسه مکملېدو ورستو په شپيته (۶۰) ورځو یانې د جولايي تر پنځويشتمې (۲۵) نېټې پورې به نتيجې مخې ته راوړي خو د اګست مياشت هم شورو شوه او لاهم يې د شمېرنې نتيجه مخې ته رانه وړه.

د پاکستان په شمارياتو ادارې کې د سرشمېرنې ډايرېکټر حبيب الله خټک مشال راډيو ته وويل چې ادارې يې د تيرې مياشتې په ېو دېرشمه (۳۱) نېټه سرشمېرنې او کور شمېرنې راپور مشترکه مفاداتو کونسل (سي سي ايي) کې وړاندې کولو خو وزيراعظم د خپلې څوکۍ څخه د مستعفي کېدو له وجې غونډه و نه شوه نو ځکه د شمېرنې نتيجه د ځنډ ښکار شوه.

د نوموړي وينا وه چې د نوې کابينې ټاکنې ورستو د خزانې وزير له لارې به وزيراعظم ته خواست کوي چې د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه دې راوبولي او ورته به د سرشمېرنې او کور شمېرنې راپور وړاندې کوي او د ياد کونسل تر منظورۍ ورستو به راپور ولس ته وړاندې کوي.

د شمارياتو محکمې په وينا چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې په ټوله پروسه اتلس (۱۸) اربه پنځوس (۵۰) کروړه روپۍ لګښت راغلی او قريبا يو لکه نولس (۱۹) زره روزليو سرکاري ملازمينو او د پاکستان پوځ دوه (۲) لکه امنيتي سرتېرو پکې برخه اخستې وه.

په پاکستان کې په اخري ځل سرشمېرنه او کور شمېرنه په ۱۹۹۸م کال کې شوې وه او د هغه وخت په شمېرنه کې د ملک آبادې د ديارلس (١٣) کروړه پنځوسو (٥٠) لکو نه زياته ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG