د لاسرسي ځای

د پاکستان د سېنټ په بهر ملک کې اوسیدونکې پاکستانیانو او د انساني وسایلو لپاره د پرمختیا کمېټۍ مشر وايي، په بهرنیو هېوادونو کې په زرګونه بندي پاکستانیانو لوی شمېر په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې دی.

د کمېټۍ مشر سېنېټر باز محمد وايي دوی ته مکمله شمېره نه ده ورکړل شوې ته ويل شوي خو په دوی کې زياتره د نشيي توکیو د قاچاقولو په تور نيول شوي دي.

سينيټر بازمحمد د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو له مسافرو تل دا ګيلې کېږي چې هلته پاکستانی سفارت ورسره مرستې نه کوي نو دوی په دې خبره زور ورکړی چې خارجه وزارت دې ورته له قیديانو سره د کېدونکیو مرستو په اړه معلومات ورکړي.

"کوم پاکستانيان چې نيول شوي دي که په ریښتيا وي او که په دروغه، خو د سفارتخانې دا فرض جوړېږي چې د پاکستان يو تن هلته ونيول شي نو بايد دوی له هغه سره رابطه وکړي او چې څه مرستې ورسره کېږي هغه وکړل شي"

د بهر-ملکي وګړیو وزارت (اوورسيز) چارواکیو دغه کمېټۍ ته دا هم ويلي چې سعودي عرب ته تلونکيو پاکستانيانو په شمېره کې هم کمی راغلی. تېر کال يعنې ۲۰۱۶م کې له څلور نيم لکو زيات او روان کال د جون تر مياشتې پورې يواځې ۷۰ زره پاکستانيان سعودي عرب ته تللي دي.

د کمېټۍ غړیو د نشيي توکیو د قاچاقولو په تور اندېښنې څرګندې کړې او ويې ويل چې له پاکستانه بهر ملک ته تلونکي کسان څنګه نشيي توکي له ځانه سره وړي او يا دلته د کتنې کوم نظام نه شته.

په دې اړه د کمېټۍ مشر بازمحمد وويل چې دوي په راتلونکې اجلاس کې د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ د شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې نادرا چارواکي هم رابللي ځکه چې دوي وايي د تلونکو شمېره معلومه ده خو له بهر ملکونو نه راغلیو پاکستانيانو په اړه ورته کوم معلومات نه شته.

"دلته ذمه واري په داخله وزارت ده چې څنګه دومره په لويه شمېره کې خلک نيول شوي دي او د ملک د بې عزتۍ سبب جوړ شوی، نو له دې ځايه څنګه ځي، د دې خو مطلب دا شو چې موږ خپل کار سم نه کوو"

يادې غونډې ته ويل شوي چې په انډونيشيا کې قېد ذوالفقار نومې پاکستاني د مرګ پر سزا عمل ودرول شوی دی او دا وخت يې درملنه روانه ده.

په ذوالفقار هم د نشيي توکو د قاچاقولو تور لګول شوی او د انډونيشيا يو عدالت ورته د مرګ سزا اورولې ده.

د ذکر ده چې تېر کال د خواريکښو نړیوال سازمان او په بهر ملک کې اوسېدونکیو پاکستانیانو او د انساني وسایلو د پرمختیا وزارت د ۲۰۱۵م په رپورټ کې ویل شوي وو چې ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې سعودی عرب یو لاک یو دېرش زره زيات پاکستانیان له هېواده ويستلي دي.

XS
SM
MD
LG