د لاسرسي ځای

د پاکستان امنیت او معیشت د نوي لومړي وزیر لومړیتوبونه


اسلام اباد - د پاکستان لنډمهالي وزير اعظم شاهد خاقان عباسي بېګاه ماسخوتن له ولسمشر ممنون حسېنه د خپلې څوکۍ سوګند وکړ. له ټاکلېدو پس قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې خاقان عباسي وويل چې دا وخت په ملک کې امنيت راوستل او معيشت ښه کول د هغوی لومړۍ ترجيح ده او د دې لپاره به حکومت او اپوزيشن ته په ګډه سره کار کول وي.

شاهد خاقان عباسي ته د واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) پشمول اتحادي ګوندونو ووټونه ورکړل چې شمېر یې ۲۲۱ وو.

د لوړې کولو غونډه کې د پارلېمان غړيو پشمول درې واړو پوځي مشرانو، صوبايي ګورنرانو او غير ملکي سفيرانو ګډون وکړ.

که ۴۵ ورځو لپاره وزير اعظم پاتې شوم نو د ۴۵ مياشتو برابر کار به کوم۔

په قامي اسمبلۍ کې تر منتخبېدو وروستو په خپله وینا کې خاقان عباسي وویل چې هغوی او نواز شریف په اتويشتمه جولايي د سپريم کورټ فيصله قبوله کړې وه خو د پاکستان ولس دا فيصله نه ده.

خاقان عباسي زياته کړه چې د ایین مطابق به ملک مخ په وړاندې بوتلل وي.

د ده په وینا ۴۵ ورځو لپاره وزير اعظم منتخب کړل شوی دی خو د ۴۵ مياشتو کار به کوي.

((د ۴۵ ورځو لپاره وي او که ۴۵ ګنټو لپاره وي خو زه د دې ملک وزير اعظم منتخب شوی يم زه د کار لپاره راغلي يم يواځې په چوکۍ کېناستو لپاره نه۔ که ۴۵ ورځو لپاره وزير اعظم پاتې شوم نو د ۴۵ مياشتو برابر کار به کوم۔ د ټولو مهم د ملک معيشت ښه کول دي دلته سرمايه کارې ته وده ورکول دي چې په ملک کې ځوان کل لپاره د نوکرې او روز ګار موقع پيدا شي او نوکرۍ به دلته سرمايه کارې سره پېدا کېږي۔ سي پيک راتلو سره به پيدا کېږي۔دې لړ کې به لږ مشکلاتو ته هم غاړه اېښول وي ځکه چې يو کار هم د تکليف نه بغير نه کېږي نو دې لپاره به ټولو ته په ګډه سره کار ول وي ځکه چې که سبا د اپوزيشن حکومت کې راشي نو دوي ته به يې هم فايدې وي.))

شاهد خاقان عباسي د خپلو ترجيحاتو په اړه ووېل چې په ملک کې امن راسوتو لپاره به موثره هلې ځلي کوي او په دې لړ کې به په ګډه سره کار کول وي.

نوموړي ووېل چې په ملک کې به لوډ شيډنګ ختمولواو خلک به د ټيکس په ورکولو هسوي ځکه چې د ملک معيشت ښه کول د هغوي لومړې ترجيح ده.

په دې موقع د وزيراعظم عهدې لپاره ټاکل شوي د پاکستان پيپلز ګوند اميدوار سيد نويد قمر ووېل چې دا يره څرګنديده چې په ملک کې به عدم استحکام راشي خو ملک او ادارو دواړو کار جاري ساتلی دی.

((زموږ ادارې لګيا دې بيا هم کار کوي که هاغه زموږ عدالتونه دې او که زموږ پارليمان ټولې ادارې چلي نو که موږ دا ادارې چلنده وينو نو موږ ويلې شو چې پاکستان ته هيڅ څه خطره نشته۔ ټول کارونه په خپل مقرر شوې لاره روان دې بس قانون دې هم دا شان روان وي او آئين دې محفوظه وي په دې هېڅ سمجهوته نه دي کول پکار نه حکومت لخوا او نه د اپوزيشن.))

د لنډ مهاله وزير اعظم عهدې لپاره د واکمن ګوند نه علاوه د پاکستان پيپلز ګوند،جماعت اسلامي،پاکستان تحريک انصاف او متحده قومي موممنټ اميدوارانو خپل کاغذونه جمع کړي وو خو ورستو ايم کيو ايم د واکمن ګوند سره ملاقات نه پس د خپل اميدوار کاغذونه واپس واخيستل او د واکمن ګوند يا پاکستان مسلم ليګ ګوند د حمايت اعلان يې کړی وو.

مخالفه ډلې په يو اميدوار راوستو متفق شوې نه وې.

د جولای په ۲۸مه د پاکستان سپريم کورټ د پانامه سسنادو کېس کې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف نا اهله وګرځولو چې د څه ورستو وزير اعظم د خپلې عهدې څخه استعفی ورکړې وه او د وزير اعظم څوکۍ لپاره په هنګامي توګه پاکستان مسلم ليګ ن د لنډ مهاله وزير اعظم اعلان کړی وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG