د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي استازو نوي وزیراعظم ته ووټ له اصلاحاتو سره مشروط کړ


اسلام اباد - د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلو یو شمېر استازي وايي، که ورته د لنډمهالې وزیراعظمۍ نوماند د قبایلي سیمو اصلاحاتو د عملي کولو باور ورکړي نو ووټ به ورکړي.

دوی د دوشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د یکشنبې یا اتوار پر ماښام د مسلم لیګ (ن) له لوري د وزیراعظمۍ نوماند شاهد خاقان عباسي د قبایلو له پارلېماني استازو سره ولیدل او ورڅخه یې د رایې غوښتنه وکړه.

د قبایلي استازو پارلېماني مشر ناصر خان اپریدي وویل، دوی عباسي ته وویل چې هغه وخت به یې د لنډمهالې وزیراعظمۍ ملاتړ کوي چې ورته د قبایلي اصلاحاتو ژر عملي کولو باور ورکړي:

((زموږ کوشش دا دی چې د فاټا اصلاحاتو په اړه چې څومره کېږي هومره وکړو. موږ به خپل دا کوشش کوو چې د [وزیراعظمۍ لپاره له نومول شویو څخه] د فاټا اصلاحاتو په لړ کې څه نا څه تر لاسه کړو.))

اپریدي زیاته کړه چې له هر وزیراعظمه به همدا غوښتنه کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد توري وویل، ده پخوا هم ویلي او اوس هم وايي چې د قبایلو د اصلاحاتو په لړ کې ورسره نواز شریف زیاتی کړی:

((نواز شریف یوازې د دوو کسانو په وینا، د فاټا اصلاحات وځنډول. نو که د فاټا په اړه [شاهد خاقان عباسي] هم موږ ته سمه خبره نه کوي نو موږ ووټ نه ورکوو. زه خو یې نه ورکوم.))

حاجي شاه جي ګل اپریدي وویل، که عباسي ورته د دوشنبې (ګل) تر ماښامه مثبت ځواب ورنکړ نو د اګست پر لومړۍ به اسمبلۍ ته ځي، هلته به کښېني خو ووټ به نه ورکوي.

دې ټولو استازو، د لنډمهاله وزیراعظمۍ نوماندانو ته د باور رایې ورکول د قبایلي سیمو له اصلاحاتو سره مشروط کړل.

پاکستاني ولسمشر ممنون حسین د نهې پر ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه وربللې چې د هېواد نوی لنډمهاله وزیراعظم وټاکي.

XS
SM
MD
LG