د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنیو پانګوونکو ته له اسانتیاو پرته بهرنۍ پانګونه نه جلبېږي: سوداګران


پېښور - د خیبر پښتونخوا سوداګران او صنعتکاران وايي، حکومت د کارخانو په جوړولو کې له بهرنیو پانګوالو سره ځانګړې مرستې کوي خو خپل پانګوونکي یې له پامه غورځولي.

دا څرګندونې دې سوداګرانو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

د چین – پاکستان اقتصادي لار پر لنډمهاله پروژو کار روان دی چې پکې د سړکونو جوړولو، بجلۍ او ګوادر بندر ځېنې پروژې هم شاملې دي.

چارواکي وايي، د صنعتي وړو ښارونو لپاره پلان جوړونه او نور اسناد تقریباً پوره شوي دي او ژر به پر کار پیل شي.

د نوښار د رشکۍ صنعتي وړوکی ښار هم د دې پروژو برخه ده چې پکې د ودانۍ چارې په پیلېدو دي.

د خیبر پښتونخوا سوداګران او صنعتکاران وايي، حکومت د کارخانو په جوړولو کې له بهرنیو پانګوالو سره ځانګړې مرستې کوي خو خپل پانګوونکي یې له پامه غورځولي.

د پښتونخوا د سوداګرۍ او صنعتي خونې مشر حاجي محمد افضل وویل، ((موږ پر بهرنیو پانګوونکو اعتراض نه لرو خو وایو چې هغوی ته څه اسانتیاوې ورکوي، هغه دې موږ ته هم راکړي.))

د پاکستان د پلانونو وزارت له لوري د اقتصادي لار پروژو د معلوماتو څانګې مشر شوکت خټک وايي، د صنعتي پروژو لپاره یې له ځايي سوداګرانو او پانګوونکو سره مشورې کړې دي او د هغوی نیوکو ته یې پام دی:

((که د چین یا بل هېواد یو پانګوونکي له یوه [پاکستاني] هغه سره ګډه کارخانه جوړوي نو موږ به ورته ځانګړې استانتیاوې ورکوو. د دې هدف ځايي صنعت ته ګټه رسول دي.))

خو د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر زاهد الله شینواری وايي، تر هغو چې د خپل هېواد صنتعکار ته پام نه وي شوی، بهرنۍ پانګه هېواد ته جلبول ګران کار دی:

((زموږ په هېواد کې ډېره پیسه د جایدادونو او د ځېنو نورو د ګټې په ځایونو کې بنده ده. لومړی دا پیسه هم په پانګونه کې کارول په کار دي.))

مرکزي او صوبايي حکومتونو په ګډه د وړو صنعتکارانو لپاره هم یوه پروژه پیل کړې چې هدف یې د چین – پاکستان اقتصادي لار له بشپړه فعالېدو مخکې د وړو کورنیو صنعتونو تولیدات له نړیوال معیار سره برابرول دي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG