د لاسرسي ځای

تازه خبر

قانون پوهان د نواز شریف لرې کولو ته څنګه ګوري؟


د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

د پاکستان سپريم کورټ پخوانی وزيراعظم نواز شريف له دې کبله نا اهل ورګرځولو چې نوموړي د ۲۰۱۳ م کال انتخاباتو لپاره دنامزدګۍ په دستاويزاتو کې د خپلې هغه تنخوا ذکر نه و کړی د کومې چې دی حقدار و.

نواز شريف له ۲۰۱۱ م څخه تر د ۲۰۱۴ مه پورې په متحده عربي اماراتو کې د کېپيټل ايف زېډ اي په نامه د کمپنۍ چېرمېن و خو دا چې دغه کمپنۍ د ده د زوي وه نو ځکه نوموړي ترې تنخوا نه اخسته.

سپریم کورټ وايي چې دغه تنخوا د ده د اثاثو برخه وه او د نامزدګۍ په کاغزونو کې د دې ذکر نه کول غلط بياني او د عوامي نمايندګۍ د قانون خلاف ورزي ده چې له کبله يې نوازشريف صادق يعنې رښتينې نه دی او د ولس د استازيتوب اهل نه پاتې کيږي.

خو د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی مشر طارق محمود وايي هغه له تېرو ۴۱ کلونو راهيسې د قانون په پېشه کې دی خو دا قسمه پريکړه يې په لومړي ځل واوريده.

ده وویل ، کومه تنخوا نوازشريف له سره اخستې نه ده نو هغه څنګه د ده د اثاثو برخه وګرځېده او که فرضکه د ده د اثاثو برخه هم وه نو په سپريم کورټ کې داسې ډېر کيسونه راغلي وو.

د طارق محمود په وینا ، په دې کې یو کېس د افتخارچيمه و ، نوموړی چې د قامي اسمبلۍ غړی و پر ضد يې تورنه و چې د انتخاباتو لپاره د نامزګۍ په کاغزونو کې يې د خپلې ميرمنې اثاثې نه وې په ډاګه کړې، کومې چې ده ته په ډاګه کول پکار و خو د هغې باوجود يې نوموړی په صادق او امين فارغه نه کړ او يوازې د هغه د نامزګۍ کاغزونه يې رد کړل اوبيا يې په انتخاباتو کې برخه واخسته او اوس هم د قامي اسمبلۍ غړی دی.

خو په کراچۍ کې بل قانون پوه بيرسټر ډاکټر فروغ نسيم د عدالت د فیصلې ملاتړ کوي او وايي که څه هم نواز شريف په متحده عربي اماراتو کې د کېپيټل ايف زېډ اي په نامه د خپل زوي له کمپنۍ څخه تنخوا نه وه اخستې خو نوموړی د دغه کمپنۍ چېرمين و او د ده تنخوا هم هلته جمع کېده او بايد چې ده د دغې ‌ذکر د۲۰۱۳ م کال انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ په کاغزونو کې کړی وی.

بيرسټر ډاکټر فروغ نسيم وویل ، په پاکستان کې دا قانون دی چې څوک انتخاباتي کميشن ته سم مالومات ورنه کړي نو هغه نا اهله ګرځول کېدی شي او نواز شريف سره همداسې وشو. ميا صېب انتخاباتي کمېشن ته له قصدا غلط بياني کړې وه.

د پاکستان بار کونسل موجوده مرستيال مشر لطيف اپريدی وايي د سپريم کورټ لخوا د نواز شريف نا اهل ګرځولو مطلب دا چې اوس به ټول عمر د هغه په سياست کولو بنديز وی.

خو د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی مشر طارق محمود بيا وايي د قامي اسمبلۍ غړي افتخارچيمه کيس هم د نواز شريف هغې ته ورته و چې له کبله يې د نوموړي د نامزدګۍ دستاويزات رد شول خو هغه په ضمني انتخاباتو کې برخه واخسته او بيا د قامي اسمبلۍ غړی شو. طارق محمود وايي که نواز شريف په خپله مقدمه کې د افتخار چيمه د کيس حواله ورکړي نو نوموړی بيا د قامي اسمبلۍ غړی جوړيدی شي.

XS
SM
MD
LG