د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ نواز د نوي وزیراعظم ټاکلو لپاره غوڼده کوي


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

د پاکستان مسلم لیګ نواز شریف ډلې مخکښان نن د دې لپاره غونډه کوي چې د راتلونکي وزیراعظم ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي.

د ياد ګوند د خیبرپښتونخوا صوبايي مشر او د پخواني وزيراعظم نواز شریف سلاکار انجنير امير مقام مشال راډيو ته وويل چې د جمعې په ورځ هم د وزیراعظم تر نااهل ګرځول کېدو وروسته په دې اړه خبرې اترې وشوې.

انجنير امير مقام وویل چې د نواز شریف په مشرۍ کې د شوو خبرو اترو پر مهال د ګوند زیاتره غړو د راتلونکي وزیراعظم لپاره د شهباز شریف پر نامه اتفاق وکړ.

خو د انجنير امير مقام په وینا ، په دې اړه به وروستۍ پرېکړه نواز شریف د نن په کېدونکې غونډه کې کوي.

شهباز شریف د نواز شریف کشر ورور دی او دا وخت د پنجاب صوبې د وزیراعلی دنده پرمخ وړي.

د وزیراعظمۍ لپاره به مسلم لیګ نواز ډله لومړی شهباز شریف د ضمني انتخاب له لارې د قومي اسمبلۍ غړی جوړوي او بیا به په پارلمان کې هغه ته له اکثریتي رایو ورکولو وروسته نوموړی د ملک د وزیر اعظمۍ دنده سمبالوي.

تر دې ټوله پروسه وړاندې به په پارلمان کې اکثریت لرونکی ګوند مسلم لیګ نواز ډله د ۴۵ ورځو لپاره لنډمهاله وزیراعظم هم ټاکي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سپریم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه د درغلیو په تور کې نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نااهل وګرځاوی او هغه سم دستي وروسته له خپلې دندې استعفی وکړه.

د پاکستان له آیین سره سم د وزیراعظم تر استعفی وروسته د هغه کابینه هم ړنګه شوه او نوی نګران وزیراعظم به یې له سره ټاکي.

XS
SM
MD
LG