د لاسرسي ځای

تازه خبر

باوري: د مس عینک د لرغونو اثارو سپړنې به مسلکي شي


د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې د لوګر د مس عینک په کانونو کې به د لرغونو اثارو سپړنې او څېړنې منظمې، مسلکي او چټکې شي.

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري چې د یاد وزارت اړوند دولایتي رييسانو د پلاوي په مشری د لوګر د مس عینک سیمې ته ورغلی وو د رسنیو خبریالانو ته وویل د مس عینک په سیمه کې د لرغونو اثارو د سپړلوچارې چې پخوا تر دې د کانونو او پطرولیم وزارت سمبالولې، مسلکي نه وې.

نوموړی زیاتوي، د قانون پر اساس د لرغونو سیمو او ځایونو کیندنې او سپړنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې په انسټیټوټ او نورو برخو پورې اړه لري.

رسول باوري له افغان ولسمشر مننه وکړه، چې د مس عینک په کانونو کې يې د لرغونو اثارو د سپړلو او څېړلو چارې یاد وزارت ته وسپارلې.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي:

خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به د مسلکي ارونو په رڼا کې د افغانستان دا د ویاړ ډک ټاټوبی او زموږ د تاریخ یوه زرینه پاڼه به هماغسې چې ایجابوي وسپړو، وبې يې څیړو او خلکو ته به يې په اړه لازم مالومات ورکړو.

رسول باوري هیله من دی، چې د مس عینک د کانونو په اتو سيټونو کې به د لرغونو اثارو د سپړلو او کیندلو چارې د درېیو کالونو په موده کې سرته ورسیږي:

((موږ کیندنې همدا نن رسماً پیلوو، موږ به د درېیو کلونو په موده کې پوۍ شو، چې کوم ځای ته رسیږو، ښايي دې اتو سایټونو ته لدې مودې مخکې ورسیږو او یا هم ښايي داپیش بیني کړو چې د څو نورو کلونو هم اړتیا ده چې سپړنې وکړو، خو غالب ګمان دادی چې موږ به درې کاله وروسته په یوداسې موقف کې یو، چې په روښانه توګه اعلان وکړو چې دې ځای ته رسیدلي یو.))

​همدارنګه د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصر غیرت وايي، چې د مس عنیک په کانونو کې د لرغونو اثارو په سپړلو کې ځنډ د دې لامل شوی چې هلته د معدنونو د استخراج چارې نږدې نهه کاله پاتې شي.

بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شفیق پوپل هم د معدنونو په استخراج کې ځنډ د لرغونو اثارو په سپړلو کې د ځنډ لهکبله بولي او زیاتوي:

مس عینک اکثره لرغوني ساحه ده، د چینایانو MCC کمپنۍ ویلي چې تاسو دا اته ساحې پاکې کړئ، وروسته له هغه نه موږ کولای شو، خپلې کیندنې وکړو او لرغون پيژندونکي به بیا په نورو ځایونو کې کار کوي، خو موږ تر اوسه پدې اتو ساحو کې په کار لګیا یو او هغه ساحې مو هم تر اوسه ندي پاکې کړي.

د مس عینک د لرغونو اثارو د سپړلو مالي لګښت د تېرو اتو کلونو په دوام بیا هم نړیوال بانک ورکوي.

چارواکي د لرغونو اثارو ساتنه او له هېواده بهر د دې توکو د قاچاق مخنیوی د افغان حکومت له مهمو موخو څخه بولي، د دوی په وینا یوه اونۍ مخکې په جوزجان ولایت کې هم اتیا قلمه بیلابیل اثار او لرغونې سکې چې د قاچاق کوونکو څخه نیول شوې وې، اطلاعات او فرهنګ وزارت ته سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG