د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د وسله والو د مالي سرچينو په اړه مالومات راغونډوي


په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې نېکټا مشرامر کړی چې د وسله والو د مالي سرچينو په اړه دې مالومات راغونډ کړل شي.

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نېکټا غونډه د ادارې د مشر احسان غني په مشرۍ کې وشوه چې پکې يوشمېر چارواکيو ګډون وکړ.

په غونډه کې د وسله والو د مالي سرچينو، د هغو پرضد د عدالتي مقدمو او د وسله والو ډلو د څار د چارو جاج واخستل شو.

د نېکټا مشر احسان غني مشال راډیو ته وويل چې د وسله والو د مالي سرچينو او کومک په اړه دا د دوی لومړۍ غونډه وه او په راتلونکې ناسته کې به د ادارې صوبايي چارواکي په دې اړه مالومات شريکوي.

دده په وينا، دوی به نه يوازي د وسله والو مالي سرچينې مالوموي بلکې ګورې به چې څوک يې تر شاه دي، ناقانونه ګرځول شوې ډلې څنګه چنده راټولوي، پرضد يې څومره مقدمې شوې دي، څومره سزا شوي او څومره خوشي کړل شوي دي.؟

دده په وينا، دوی د ترهګرۍ مخنيوي ادارې د تفتیشي افسرانو پرتربيت هم غور کوي.

تېر کال د پاکستان ملي بانک حکم کړی وو چې د وسله والو د مالي کومک د مخنيوي لپاره دې تر دوه زره زياتې بانکي کهاتې وتړل شي.

XS
SM
MD
LG