د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت فاټا اصلاحاتي رپورټ عملي کولو کې جدي نه دی"


په پاکستان کې د غېر حکومتي ادارې له خوا د فاټا اصلاحاتو په غونډه کې ويل شوي چې حکومت د اصلاحاتو په عملي کولو کې جدي نه ښکاري.

غونډه په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د غېرسرکاري ادارې سي جي پي ای له خوا جوړه شوې وه چې پکې د حکومتي کمېټۍ له خوا په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړهجوړ شوي راپور باندې بحث وشو.

پر دې مهال ګډونوالو وويل چې د يوه کال تر تېرېدو سربېره هم پر فاټا اصلاحاتو عمل نه کېدل دا څرګتدوي چې ښايي حکومت په دې اړه سنجيده نه دی.

په اسلام کې د فاټا اصلاحاتو د نه عملي کېدو په اړه شوې غونډه کې د قبايلي سيمو ځېنو اوسېدونکيو هم ګډون وکړ.
په اسلام کې د فاټا اصلاحاتو د نه عملي کېدو په اړه شوې غونډه کې د قبايلي سيمو ځېنو اوسېدونکيو هم ګډون وکړ.

د دوی په وينا چې که څه هم په اصلاحاتي رپورټ کې ډېرې کمزورۍ شته خو بيا هم روانو حالاتو ته په کتو سره په رپورټ کې د قبايلي سيمو خلکو ته سهولتونه ورکول هم لویه خبره ده.

د غوندې برخه وال د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي خانزيب برکي مشال رېډيو ته وويل، د اصلاحاتي کمېټۍ کې د فاټا يو غړی هم شامل نه وو او اوس يو کال وروسته هم پر اصلاحاتي رپورټ عمل نه کېدل دا ثابتوي چې حکومت په اصلاحاتو کې جدي نه دی.

د ښاغلي برکي تور پورې کوي چې داسې ښکاري چې د رپورټ مقصد د خلکو له هغو زيانونو پام اړول وو چې د عملياتو پر مهال يې کورونو او شتمنيو ته رسېدلی وو.

(( که څوک د سرتاج عزيز يا د خېبرپښتونخوا له ګورنره پوښتنه وکړي چې فاټا اصلاحاتو لپاره به څومره ائيني بدلونونه کېږي نو زما يقين دی چې دوي به دا هم نه وي مالومه چې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره به په ايين کې څومره بدلون کول وي))

د جنوبي وزيرستان يو بل اوسېدونکی عابد وزير چې په اسلام اباد کې له يوې غېر سرکاري ادارې سره د څېړونکي په توګه کار کوي، وايي د اصلاحاتو په منظورۍ او عملي کېدو کې ځنډ د ولس په تاوان دی.

په دې غونډه کې د غېرسرکاري ادارې سي جي پي ای چارواکو پر فاټا اصلاحاتي راپور هم تنقيد وکړ او ويې ويل چې په راپور کې ډېرې داسې کمزورۍ شته چې وروسته به يې عملي کول ګران کار وي ځکه په دې اړه لاهم د خېبر پښتونخوا له حکومت سره سلامشوره نه ده شوې.

دده په وينا، بله خبره داده چې د رياستي او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ هغه بيان چې لومړۍ به قبايلي سيمې په قامي بهېر کې راوستل کېږي، د اصلاحاتو عملي کولو خبره نوره هم پېچلې کړه.

XS
SM
MD
LG