د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ۲۶ افغان عسکر وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي، د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر مرکز بريد کړی چې پکې ۲۶ عسکر وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې ورځې خبرپاڼه کې ويلي، حمله د سېشنبې په ماخستن شوې چې پکې ۱۳ نور سرتېري زخميان شوي هم دي.

د خبرپاڼې تر مخه په بريد کې ۸۰ طالبان هم وژل شوي او زخميان شوي دي.

طالبانو د دې بريد زمه واري منلې ده.

دکندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دچهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي چې د ولایتي ادارې لخوا د څېړنې ټیم د پېښې سیمې ته استول شوی چې د مرګ ژوبلې او د پېښي د څرنګوالي په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG