د لاسرسي ځای

د فاریاب ولایت د امنیې قومندان دلاور شاه دلاور رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې سېشنبې ماښام د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي د طالب وسله والو له منګولو د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیول خبر ورکوي.

د فاریاب ولایت د امنیې قومندان دلاور شاه دلاور رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دس ېشنبې ماښام د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې، سربېره پر دې چې کوهستان ولسوالۍ ونیول شول، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي دلاور زياته کړه، سره له دې چې کوهستان ولسوالۍ يې بېرته نيولې او په عملياتو کې يې ۱۴۲ طالب وسله وال وژلي او له ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د امنیې قومندان وویل، دا عملیات هم مهال په شیرین تګاب، قیصار او کوهستان ولسوالیو کې ترسره شول.

نوموړی وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د سېشنبې ماښام ۱۴۲ طالب وسله والو وژل شوي دي.

ده وویل، طالب قومندان ملا عبدالرحیم له خپلو ۱۰ تنو جګړه مارو سره، ملا قباد الله له خپل ګروپ سره چې ۲۵ تنه دي، د ملا یوسف زوی چې ذبیح الله نومېږي له خپل ګروپ چې ۲۵ جنګیالي دي او په عین وخت کې ارسلان له ۱۶ تنو او سید اسماعیل له ۱۰ تنو سره په کوهستان کې وژل شوي او ۴۰ تنه نور د ملا عارفي په کور کې له منځه وړل شوي دي.

دلاور وویل، کوهستان د طالبانو په هدېره بدل شوی او هغوی د جنګ له سیمې خپل مړي لېږدولي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د تلفاتو په اړه خپاره شوي شمېره ابتدايي ده چې نور هم زياتېدای شي.

د امنیې قومندان افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه امار له رسنیو سره شریک نکړل.

بلخوا بیا په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي مشال راډیو ته په یوه استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي، چې سربېره پر دې چې د کوهستان ولسوالۍ افغان ځواکونو دسېشنبې ماشام نيولې، هم مهاله هغه ۷۰ تنه افغان سرتېري چې له څلورو ورځو راپه دېخوا د طالبانو په محاصره کې و، آزاد کړي دي.

د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي د فاریاب شیرین تګاب، قیصار او کوهستان د بشپړې تصفیې لپاره او د وسله والو د ځپلو په مقصد سلګونه تازه دمه کومانډو او ځمکني سرتېري دې ولایت ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا برعکس ادعا کوي چې په قیصار، شیرین تګاب او کوهستان ولسوالیو کې له افغان ځوکونو سره د جګړې پر مهال یې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG