د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوا: پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا ویلي چې د بهرنیو هېوادونو استخباراتي اېجنسۍ ترهګري د پاکستان او سيمې پرضد د پاليسۍ په توګه استعمالوي.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي، په يو ورځ په لاهور او کابل کې بريدونه کېدل دا ثابتوي چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي.

د سېشنبې پر ماښام د جنرال قمر جاوید باجوا په مشرۍ کې د امنیت جاج اخیستو لپاره یوه غونډه وشوه چې پکې د ردالفساد عملیاتو او په لاهور کې د ځانمرګي برید جاج وخستل شو.

دا خبره د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو څانګې په یو خبرپانه کې کړې ده.

جنرال باجوا ویلي، که د بهرنیو هېوادونو استخباراتي ادارې او دغه وسله والې ډلې د افغانستان خاوره هم دارنګه د پاکستان پرضد استعمال کړي نو دا چاودنې به هم روانې وي چې ورڅخه به دواړه هېوادونه اغېزمن کېږي۔

نوموړی وايي، پاکستان د خپل هېواد په شان د افغانستان په سرحدي سيمو کې د وسله والو د پټنځايونه په ختمولو کې خپلې مرستې وړاندې کولو ته تيار دی.

نوموړی دا هم وویل، چې په هېواد کې روان عملياتو له وجې د وسله والو او د هغوي د سهولت کارانو تر مينځه د رابطو نېټ ورک ختمول کېږي.

خو بل خوا امريکا او فغانستان په بيا بيا ويلي دي چې حقاني شبکه او وسله وال په پاکستان کې پټن ځايونه لري نو بايد پاکستاندې د دوي پر ضد کاروايانې وکړي.

د دفاعي چارو کار پوه ريټایرډ بريګېدير اسد منير مشال ريډيو ته وویل چې وسله والې ډلې دواړو خواو ته پټنځايونه لري خو په پاکستان کې روان عملياتو تر ډېره دغه ډلې ختمې کړي دي او افغانستان ته هم په خپله خاوره د دوی پرضد کاروايانې کول پکار دي.

نوموړی وویل، دواړو هېوادونو ته به د امن راوستو لپاره په ګډه کار کول په پکار دي.

ده وویل،دا خو د حقيقت خبره ده چې په شمالي وزيرستان کې حقانيان وو هلته يې ټوله کورنۍ وسيده د هغوی مدرسې وه خو اوس هلته څه نشته خو بيا هم دا نه شي کېدای ځکه چې دا يو لوی هېواد دی او کېدای شي چې هغوي دلته چیرته پټ ناست وي۔

نوموړی زیاتوي، هم دا شان په افغانستان کې هم وسله وال پټ ناست دي او وخت پر وخت حملې کوي او له هغه ځای پېغامونه ورکوي چې موږ دلته يو او حملې به کوو۔

اسد منیر زیاته کړه ،امريکا پر پاکستان تور لګوي چې دلته د وسله والو پټنځايونه دي نو له دوی سره ټيکنالوجي ده نو پکار ده چې دوی معلوم کړي او پاکستان ته ثبوت ورکړي او پاکستان ته دې ووايي چې موږ د دوی پرضد کارواياني کوو نو که پاکستان انکار وکړو نو بيا دې وايي چې دوی يې مرستې کوي.

بلخوا د سيمه ايزو چارو کار پوه خادم حسين وايي چې تر سو د سيمې رياستونو د شخصي مليشا د پاليسۍ په توګه استعمال انکار نه وي کړی نو د يو بل ګيلې به د هېوادونو تر مينځه بد اعتمادي نوره زياتوي۔

نوموړی زیاته کړه، افغانستان پاکستان دواړه د ترهګرۍ ښکار هېوادونه دي دواړو ته به خپل مشترکه مفاداتو ته کتل وي او څه لاره به راوستل وي ځکه چې دواړو خوا امن د يو بل امن سره تړلې دی.

خو بلخوا امريکا او فغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې حقاني شبکه او وسله وال په پاکستان کې پټنځايونه لري نو بايد پاکستان دې د دوی پر ضد کاروايانې وکړي.

پاکستان دې لړ کې ویلي چې د وسله والو پرضد یې بې له توپيره کاروایي کړې ده او د وسله والو پټنځایونه یې په پوځي عملیاتو کې ویجاړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په سهار په کابل کې بريد ۲۶ کسان وژلې وو او هم په دغه ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې بريد شوی وو چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG