د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ودانیو بیارغونه پیل شوه


د سې شنبې په ورځ د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ودانیو د بیارغونې چارې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.

د پوهنتون ودانیزې چارې چې شپږ میاشتې موده نیسي، پدې کې به تدریسي او د لیلیې ټولې ودانۍ په اساسي ډول ورغول شي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د کمپلیکس ودانۍ نهه کاله وړاندې د عربي متحده اماراتو په مالي مرسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، خو د ودانیو د پرانیستې له پیله يې مسلکي کسانو پر کیفیت نیوکې درلودې.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د کمپلیکس چاپیریال که څه هم د محصلانو په هڅو او د عامو خلکو، شتمنو کسانو او یو شمېر مدني بنسټونو په مادي همکاریو کرار، کرار شین اوزرغونیږي، خو د ودانیو رنګونه يې تت شوي، په یو شمېر دیوالونو کې يې درزونه پیدا شوي او ودانۍ يې زړې او زیانمنې مالومیږي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون رييس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي مشال راډیو ته وايي، د ودانیو د رغونې د دې پروژې په پلي کیدو سره به د یاد پوهنتون تدریسي او لیلیې ټولې ودانۍ، دهلیزونه، تشنابونه همدارنګه د اوبو او برښنا ټول سیمسټمونه په اساسي ډول ورغول شي.

ښاغلی کریمي زیاتوي،د شیخ زاید پوهنتون د ټولو ودانیو د بیارغونې پروژه افتتاح شوه، چې د دې پروژې ټول قیمت قابو شل میلیونه افغانیو ته رسیږي، پدې ترمیماتو کې دا څه موجوده تعمیرونه چې دي که هغه د لیلیې دي او که هغه تدریسي بلاکونه دي.

ده وویل، دا به ټول انشاالله رغول کیږي، د دې پروژې موده له شپږو میاشتو تر یو کاله پورې ده او پدې موده کې به انشاالله لکه چې موږ يې امید لرو په هماغه ډول به بشپړه شي.

د شیخ زاید پوهنتون یو تن استاد پوهندوی زرولي صدیقي هم وايي، چې د پوهنتون د اساسي رغونې سره به له یوې خوا د پوهنتون نما او ښکلا ډېره شي او بل لوري ته به محصلانو ته هم د زده کړو یو ښه چاپیریال برابر شي.

زرولي صدیقي وویل،د شیخ زاید پوهنتون د رغونې او ترمیم چارې به د پوهنتون نما ښکلې او جذابه کړي او زموږ محصلان به په یوه ارامه او خوښوونکې فضاء کې خپل تدریسي بهیر پر مخ یوسي، د ولایتي ادارې او پوهنتون له مشرتابه څخه پدې برخه کې ممنون یو.

د رحمت الله تسل په نوم د شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل وايي، د یاد پوهنتون ودانۍ تر جوړولو وروسته بیا نه وې رغول شوې، هر څه يې زیانمن شوي ول، خو که دا ودانۍ بیاورغول شي د ښکلا تر څنګ به يې د اړتیا وړ نور ملحقات هم بېرته فعال شي.

رحمت الله تسل زیاتوي،د دې پوهنتون له جوړیدو وروسته بیا ورته د بیارغونې پروژه نده راغلې، د وخت په تېریدو سره هر تعمیر زړیږي.

د ده په وینا د تشنابونو سیستم خراب شوی دی، پیاده رونه خراب شوي دي، شاید تاسو لیدلي وي، د تعمیرونو ساختمان او رنګونه زاړه شوي دي، دا که بیا جوړ شي، ښکلا به يې هم زیاته شي او اسانتیاوې به يې هم ډېرې شي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د افغانستان د لویو تحصیلي ادارو په لیکو کې راځي چې دا مهال يې په دوولسو پوهنځیو کې د هېواد د نږدې ټولو ولایتونو خواوشا لس زره محصلان په تحصیل بوخت دي.

XS
SM
MD
LG