د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مذهبي ګوندونو د اتحاد کولو هڅې پیل کړې دي


د مذهبي ګوند د احتجاج پخوانی عکس
د مذهبي ګوند د احتجاج پخوانی عکس

په پاکستان کې مذهبي ګوندونو لکه د تېر وخت متحده مجلس عمل غوندې يو ځل بيا يوه ډله کېدلو لپاره هڅې پېل کړې دي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعيت علما اسلام ګوند په دې اړه یو کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې له یو شمېر مذهبي سياسي ګوندونو سره ليده کاته وکړي.

د کمېټۍ يو غړي او له مردان څخه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا شجاع الملک د اتحاد جوړولو لړ کې روان ملاقاتونو په اړه مشال رېډيو ته وويل چې دوي ټولو مذهبي سياسي ګوندونو ته بلنه ورکړې خو لا هم ورته نورو ګوندونو کوم ځواب نه دی ورکړی.

مولانا شجاع الملک وویل ،دوي هیله لري چې ژر به د دې اتحاد هڅې عملي شي او اتحاد به جوړ شي.

د شجاع الملک په وينا چې دوي نور سياسي اتحادونه هم کړي خو هغه د سياسي ضرورت ترحده وي او دا اتحاد به د نظريې او مقصد لپاره وي.

د جماعت اسلامي د سينيټ پخوانی غړی پروفېسر ابراهيم په دې اړه وايي چې دوي په تېرو وختونو کې هم دا هڅه کړې چې ديني سياسي ګوندونه يو ځای ته راټول کړي او دا وار يې هم په ښکاره توګه اعلان کړی دی چې د مذهبي سياسي ګوندونو ووټ تقسيم نه شي خو په تېرو وختونو کې د څه عملي کمزوريو له کبله دا اتحاد نه دی کامياب شوی.

د مذهبي او سياسي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر قبله اياز وايي چې ځيني هغه سيمې چرته چې مذهبي ګوندونو اکثره سيټونه ګټل، اوس په دغه سيمو کې کمزوري شوي ښکاري او دا اتحاد هم په دې بنياد کېږي چې دوي محسوسوي، راتلونکې ټاکنو کې به خپل نور هم ووټونه وبايلي.

خو نوموړی وايي د کارکنانو رضا کول او هغوي په دې اتحاد قايلول د دوي لپاره يو خنډ جوړېدای شي.

پروفېسر قبله اياز وايي که څه هم دا سياسي ګوندونه رايو ځای کېږي خو له بده مرغه په پاکستان کې جمهوري قوتونه پوخوالي ته نه پرېښودل کېږي او د پوځي حکومتونو له کبله ډېر غېرسياسي خلک هم سياست ته راغلي دي.

د پروفېسر قبله ايازپه وینا ، د هم د دې مصنوعي کردارونو له کبله سياسي منظرنامه غېرمستحکم شوې ده.

په ۲۰۰۲م کال کې مذهبي ګوندونو د اېم اېم ای په نوم سياسي اتحاد جوړ کړی وو چې پکې جمعيت علما پاکستان، جمعيت علمااسلام، جماعت اسلامي،تحريک جعفريه پاکستان، جماعت اهلحديث او متحده ديني محاذ شامل وو.

هم دې اتحاد په خېبرپښتونخوا کې د يادو ډلو مشترکه صوبايي حکومت راغلی وو خو په ۲۰۰۸م کې د جمعيت علمااسلام او جماعت اسلامي ترمنځ په ټاکنو کې د برخې اخستو په معامله دا اتحاد مات شو.

روان کال د اپرېل په مياشت کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق په نوښار کې د جمعيت علما اسلام يوې لويې دستورې ته په وينا کې هم د ياد ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته وړانديز کړی وو چې مذهبي سياسي ګوندونه يو وارې بيا يو ځای کړي او هم له دې وروستو دغه کوششونه روان کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG