د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ایډز ناروغۍ د مخنیوي مرکز جوړ شو


په خوست کې د ایډز مخنیوي مرکز پرانسته
په خوست کې د ایډز مخنیوي مرکز پرانسته

د افغانستان په خوست کې د سېشنبې په ورځ د ایډز ناروغی د کنټرول د ملي پروګرام یو مرکز خپل فعالیت پیل کړ.

یاد مرکز ته چې ۵۳ میلیونه افغانۍ فنډ ورکړل شوی، په هغه کې به د تور زیړي، سپین زیړي، سپلیس او HIV وایروس معاینات کیږي.

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، یاد مرکز چې خپل لومړني فعالیتونه يې هلته شپږ میاشتې مخکې پیل کړي تر اوسه د ۶۹۲ کسانو له ټیسټونو څخه د HIV پنځه مثبتې پيښې تشخیص شوي او ناروغانو ته يې اساسي درملنه پیل شوې ده.

په خوست کې د ایډز ناروغی د کنټرول د ملي پروګرام دیو مرکز د پرانیتسې په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، یاد مرکز به د تور زیړي، سپین زیړي او یو شمېر نورو معایناتو تر څنګ هغو کسانوته چې د HIV وایروس مثبت واقعات لري د مشورې ورکوونې، درملنې او وقايي په برخو کې لازم خدمتونه وړاندې کړي.

په خوست کې د ایډز د کنټرول مرکز مشر ډاکټر محبت سعیدي ووویل ، په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۶۹۲ کسانو دلته ټیسټونه شوي دي، د دې جملې څخه ټول د HIV پنځه مثبت واقعات لرو، ورسره 66 د تور زیړي او ۳۴ هم د سپین زیړي مثبتې پیښې پدې موده کې تثبیت شوي دي.

د مرکز د پرانستې غونډه
د مرکز د پرانستې غونډه

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري په یاد ولایت کې د HIV د سلا مشورې، تشخیص او درملنې مرکز پرانیتسه د خلکو لپاره یوه اسانتیا بولي.

نوموړی وايي دا مرکز له یوې خوا د HIV په مخینوی کې اغېزمن دی او بل لوري ته پدې وایروس اخته ناروغانو ته به وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

د عامې روغتیا په وزارت کې د ايډز د کنټرول د ملي پروګرام سلاکار ډاکټر احسان الله احسان د HIV د وایروس او د ایډز د ناروغی د څرنګوالي او پدې ناروغی د اخته کس سره د ټولنې د روغو کسانو د ګزارې په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل ، ایج ای وي په خپله یو وایروس دی چې د ایډز د ناروغی لامل ګرځي او په خپله ایډز یوه کسبي ناروغي ده چې دا د مختلفو لارو څخه یو شخص نه بل شخص ته انتقالیږي، ډیری کسان چې په نشه يي توکو باندې روږدې وي د ستنو له لارې يې اخلي، یا هغه کسان چې ناروا او غیر محفوظو جنسي اړیکې ټینګوي ورته انتقالیږي خو د روغو کسانو سره یو ځای کښیناستل، یو ځای کار کول، د یو تلیفون څخه ګټه اخیستل دا هغه چارې دي چې HIV ورڅخه نه انتقالیږي.

د مرکز د پرانستې غونډه
د مرکز د پرانستې غونډه

یاده دې وي، په اوسني وخت کې په نړۍ کې ۳۶.۷ میلیونه وګړي د HIV په وایروس اخته دي، چې د ملګرو ملتونو د روغتیايي پروګرام د اټکل له مخې په افغانستان کې هم خواوشا ۶۹۰۰ کسان د ایډز ناورغي لري.

که څه هم په افغانستان کې د ایډیز د کنټرول ملي پروګرام تر دې دمه ۲۲۹۰ واقعات تشخیص کړي دي، خو یاده اداره په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د یادو ارقامو نوي سلنه تشخیص او د هغو منظمه درملنه وکړي

XS
SM
MD
LG