د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي دي

نن د پنجاب په لاهور ښار کې يو بريد وشو. تر اوسه د راغلو شمېرو تر مخه په چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان دي. چاودنه د ارفع کريم ټاور سره سبزي منډۍ سره نيزدي شوې ده.

د پنجاب صوبې روغتيا وزير خواجه عمران نزير نن خبريالانو ته وويل چې له مختلفو روغتونونو څه ترلاسه شوي معلومات ښئ چې د ۲۶ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۴۹ زخميان شوي دي. هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې پوليس او ملکي وګړي شامل دي. د نزیر په وينا لږ تر لږه د اتوو زخميانو حالت ښه نه دی.

تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده. دوی مشال ريډيو ته لېږلي يو ايميل کې ويلي چې بريد د فداحسين سواتي په نامه يو ځانمرګي بريدګر کړی دی.

بلخوا د پنجاب صوبې روغتيا وزير، عمران نزير خبريالانو ته وويل چې که څه هم پوليس په دې اړه نورې څېړنې کوي خو د زخميانو له زخمونو معلوميږي چې دا يو ځانمرګی برید دی. د چارواکو په خبره چاودنه هغه مهال وشوه چې پوليسو د سبزي منډۍ سره نيزدي د زمکنيوو تجاوزاتو خلاف کاروايي کوله.

چاودنه د سبزۍ منډۍ سره نيزدي شوې ده
چاودنه د سبزۍ منډۍ سره نيزدي شوې ده

د پاکستان کورنيوو چارو وزير، چوهدري نثار علي خان نن اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې وويل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا چاودنه څنګه وشوه خو مهمه دا ده چې دا پېښه د ده له خبري کنفرنس يوازې نيم ساعت مخکې شوې.

نوموړي همداراز وويل: ((زما خبري غونډه ډېره مهمه وه. ما غوښتل ډېرې مهمې خبرې درته وکړم خو اوس یې نه کوم. دا به بده خبره وي چې خلک دې زخميان شوي او وژل شوي وي او زه دې دلته سياسي خبرې کوم. زه به خپلې مهمې خبرې سبا یا بله ورځ درته وکړم. اوس مو ټول پام د پېښې قربانيانو ته دی.))

د پنجاب قانون وزير، رانا ثناالله لاهور کې خبريالانو ته وويل چې که څه هم معلومه نه ده چې دا چاودنه د ترهګرۍ عمل دی او که نه خو پاکستان د ترهګرۍ ښکار دی او خلک بايد د حکومت سره د وسله والو مخنيوي کې مرسته وکړي.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    احمد الله

    احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG