د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: حج ته د خلکو د تګ لړۍ پېل شوه


په پاکستان کې د سرکاري حج سکيم ترلاندې سعودي عرب ته د حج لپاره د خلکو د تللو لړۍ د جولايي له څلوروېشتمې پېل شوه. نن (دوشنبه – ګل) له اسلام اباد څخه خوا او شا درې سوه شل او له ټول پاکستان څخه ۱۹۵۰ کسان مدېنې ته روان شوي دي.

د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف نن په اسلام اباد کې بينظير بټو نړيوال هوايي ميدان کې د دې لړۍ د لومړۍ الوتکې رخصتولو پر وخت خبريالانو ته وويل چې حج ته تلونکو کسانو د سهولت لپاره حکومت کار کوي او که دې لړ کې چاته څه ستونزه پېښيږي، هغوی دې صبر وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې حج ته تلونکي پاکستانيان سعودي عرب ته ورسي نو بايد چې د پاکستاني او سعودي اهلکارانو پر لارښوونو پوره پوره عمل وکړي. هغه شيان دې نه وړي چې اجازه يې نه لري.))

د اسلام اباد، کراچۍ او لاهور په شان له پېښوره هم د پروازونو لړۍ پېل شوې او د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا نن د ګل پر ورځ لومړی پرواز د باچا خان نړيوال هوايي مېدان څخه رخصت کړ. د سرکاري حج سکيم ترلاندې د پروازونو لړۍ به د اګست شپږويشتمې (۲۶) نېټې پورې جاري وي.

چارواکي وايي چې دا کال له پاکستان څخه خوا او شا يو لک او نهه اويا زره کسان سعودي عرب ته د حج لپاره ځي. په دوی کې يې يو لک او اووه زره يې د سرکاري سکېم لاندې او پاتې نور د شخصي سکېمونو دلاندې لېږل کيږي.

XS
SM
MD
LG