د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر په راجګل کې عملیات روان دي


د ارشیف انځور: یو پاکستانی سرتیری د پېښور په څنډو کې د امنیت ساتنه کوي.
د ارشیف انځور: یو پاکستانی سرتیری د پېښور په څنډو کې د امنیت ساتنه کوي.

لواړګی/اسلام اباد - د پاکستان پوځ وايي چې د خېبر اېجنسۍ په راجګل سيمه کې د روان خېبر څلورم عملياتو لومړۍ مرحله يې په کاميابۍ سره سر ته رسولې ده او د پاکستان افغانستان پولې سره نږدې سيمه يې له وسله والو څخه پاکه کړې ده.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې (ای اېس پي ار) د خالي پر ورځ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي چې د خېبر څلورم عملياتو پرمهال د پاکستان او افغانستان په پوله وسله والو سره نښتو کې یې ېو شمير وسله وال وژلي او له هغوی څخه يې په لویه پیمانه وسله، چاودېدونکي مواد او ماينونه هم په خپله ولقه کې اخستې دي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال پوځ سيمه له وسله والو څخه پاکه کړې او پر ۱۲۰۰۰ فټه اوچته سیمه بریخ محمد کنډو كې یې خپلې پوستې جوړې كړي دي.

د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه هم د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په روانو عملیاتو کې یې ۱۳وسله وال وژلي او د هغوی پټن ځايونه یې تبا کړي دي.

کارپوهان وايي پاکستان د افغانستان سره پر پوله پرتو هغو ټولو سیمو کې عملیات کول او هلته پوستې جوړول غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پکې د تګ راتګ امکان وي.

هلته په خیبر ایجنسۍ د دغو عملیاتو پرمهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، او په سېپا قبیلې ځينې بندیزونه هم لګول شوي دي.

راپورونه وايي، د تیرا په راجګل غرونو کې د خېبر څلور په نامه د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو پيلولو نه پس د خېبر ایجنسۍ په میداني سیمو کې هم امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي.

په لواړګي،جمرود او باړه کې ځای په ځای په امنیتي پوستو کې د ګاډو او خلکو تالاشي اخیستل کېږي. د پيښور او تورخم په لویه لاره هم خاصه دارو ځواک او امنیتي سرتیري ګشتونه کوي،او د باړې او تیرا ترمنځ په ځینو سیمو کې یو ځل بیا ګرځبندیز لګول شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) ادعا کړې چې په دې تېره یوه اونۍ عملیاتو کې یې د راجګل غرونو مهمې څوکې نیولي دي او کامیابي یی تر لاسه کړې ده،او وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوځ په وینا د راجګل غرونه د افغانستان د ننګرهار ولایت سره لګیدلي دي او هلته داعش، لشکر اسلام، تحریک طالبان او جماعت الاحرار وسلوالې ډلې غړي شتون لري.

XS
SM
MD
LG