د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا: د بلاک شویو کارډونو شکایت په ۱۵ ورځو کې وکړئ


کوټه کې د شناختي کارډ ادارې ضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

کوټه کې د شناختي کارډ ادارې ضد احتجاج

په پاکستان کې د خلکو د راجسټریشن او د معلوماتو د خوندي کولو ادارې (نادرا) هغو ټولو خلکو ته چې شناختي کارډونه یې بلاک دي ویلي چې خپل اسنادونه او شکایتونه دې په پنځلسو ورځو کې دننه له دوی سره جمع کړي.

په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې خلک ( په ځانګړي ډول پښتانه) شکایت کوي چې حکومت ورته شناختي کارډونه بلاک کړي او دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د حکومت د دې اقدام پرضد یو شمیر سیاسي ګوندونو او پخپله اولسي خلکو مظاهرې هم کړې دي. د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند صوبايي امير مشتاق احمد خان وايي چې د کاغذنو د جمع کولو لپاره د ۱۵ ورځو موده ټاکل مناسب ګام نه دی.

نادرا د اتوار د ورځې په اخبارنو کې خلکو ته خبرادری ورکړی دی چې د کومو خلکو شناختي کارډونه نادرا کې بلاک دي نو هغوی دې د خپلې خپلې ضلعې د ډپټي کمیشنر په دفتر کې جوړو کميټيو ته په ۱۵ ورځو کې دننه حاضر شي.

نادارا خلکو ته ویلي که په ۱۵ ورځو کې یې خپل اسناد او شکایتونه له دوی سره جمع نه کړل نو د داسې خلکو شناختي کارتونه به منسوخ وګڼل شي.

د صوابۍ د ميرنواس خانشناختي کارت له تېرو شپږو کلونو راهېسې بلاک دی. دی وايي چې تر دې وړاندې یې هم ډېر ځلې شکایتونه او اسنادونه جمع کړي دي.

"ځما يقين نه راځي چې کار به مې وشي ځکه چې دا پاکستان دی. وړاندې مې چې څومره شکایتونه جمع کړي د هغې څه ګټه راته نه ده تر لاسه شوې،يو دفتر مې بل او هغه مې بيا بل دفتر او افسر ته ليږي، مزدور کار سړی يم ، په تګ راتګ او دفترونو کې پيسې لګي او مزدوري هم قضا کيږي"

د پاکستان د وزارت داخلې د شميرې تر مخه نږدې ۳ نيم لاکه شناختي کارډونه نادرا بلاک کړي دي چې پکې زيات شمېر د پښتنو دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند صوبايي امير مشتاق احمد خان وايي چې زياتره پښتانه په کليو او غرونو کې اوسيږي او اخبار ته يې لاس رسی نشته نو د نادرا له اعلانه به په ۱۵ ورځو کې خبر هم نه شي.

"نېټه ټاکل سم کار نه دی او زموږ خلک زياتره ليک لوست نه شي کولی، په اخبار نه پوهيږي او ځینې خو پکې ډپټي کمشنر هم نه پيژني. دا کار په ويليج کونسل کې پکار دی ، دا بلدياتي نظام د څه له پاره دی؟ له دې سره به اولس ته هم اسانتيا وي."

د خپل شناختي کارډ د بيا فعالیدو لپاره هڅه کونکی ميرنواس خان وايي چې نادرا په خپله غلطي کړې ده ، په رشوتونو يې جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي دي او اوس یې سزا عام اولس له ورکوي.

"د نادرا چارواکي ما ته وايي چې ستا په نوم او پته دويم شناختي کارډ جوړ دی، نو دويم شناختي کارډ څنګه جوړ شو؟ په هغې کې خو نادرا ډير ثبتونه او تصديقونه غواړي، خو پيسې به يې اخيستې وي، هغه بل کس نه رانيسي چې جعلي شناختي کارډ يې جوړ کړی دی. دوی تنګول کوي ګیني که وغواړي نو په لږ وخت کې ټول مالومات کولی شي ځکه چې کمپيوټرې او ټولې اسنتياوې ورسره دي."

د نادرا ځیني کارکونکي د قامي احتساب ادارې (نيب) او نورو ادارو لخوا د جعلي شناختي کارډونو د جوړولو په تور ګرفتار شوي هم دي او ځینو ته پکې د جرم په ثابتيدو د بند او جرمانې سزاګانې هم اورول شوي دي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG