د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مېشت معذوره افغان کډوال مرستې غواړي


د معذرانو نښه
د معذرانو نښه

په پاکستان کې مېشت معذوره افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې – یو این ایچ سي ار – او افغان حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې مېشت ثبت شوي معذوره افغان کډوال وايي نه په افغانستان کې خپل کورونه لري او نه د څه کار کولو جوګه دي.

دوي وايي ،د ملګرو ملتونو د کډوالو له اداره او افغان حکومت دې له دوي سره خپل هیواد ته د ستنېدو پر وخت زیاتې مرستې وکړي.

د پنجاب په ميانوالۍ سيمه کې ميشت یو معذوره افغان کډوال محمد بلال مشال راډيو ته وويل چې يو این اېچ سي آر لکه د نورو کډوالو پشان دوي ته هم د بيرته ستنېدو پروخت دوه سوه ډالره ورکوي.

ده وویل ، له یادېادارې غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې مراعات اعلان کړي ځکه چې د څه کار روز جوګه نه دي.

محمد بلال وویل چې له افغان خپل حکومته سره نړيوالو ادارو ته هم خواست کوي چې د دوي غوندې په زرګونو معذورانو لپاره دې په افغانستان کې نه یوازې د روزګار بلکې د اوسيدو هم څه انتظام وکړي.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې مېشت هر راجستر کډوال ته په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدو پروخت دوه سوه (۲۰۰) ډالر ورکوي.

په پاکستان کې د یادې ادارې ويانده دنيا اسلم خان وايي چې اداره يې هر راجستر افغان کډوال که هغه روغ وي او که معذوره سره يو شان نقدې مرستې کوي.

دنیا خان وویل ،پر داسې څه پاليسۍ غور نه دی روان چې له مخې یې له معذورانو سره کمک زيات کړل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د کډوالو د چارو مشر مرستیال ذبیح الله مشال راډیو ته وویلچې د دوي دا ټولې ستونزې د معلولينو او معیوبينو په وزارت پورې تړلې دي.

ده وویل ، په کابل کې ياد وزارت دوي ته له روزګار سره سره نورې اسانتياوې هم ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو له اداره وايي دا مهال شاوخوا ۱۳ لکه ثبت شوي او شاوخوا شپږ لکه غیر ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG