د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنېټر هدایت الله: حکومت د فاټا اصلاحاتو ته مخلص نه دی


د پاکستان په سېنټ کې د قبایلي سیمو استازو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په قبایلي سیمو کې دې ژر تر ژره ایف سي ار ختم کړي او هلته دې هم د نور پاکستان غوندې قانون عملي کړي.

د جمعې په مازیګر د سېنېټ غونډې پر مهال سېنېټر هدایت الله خان د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه وویل چې که حکومت په فاټا اصلاحاتو کې مخلصه وي نو په قبایلي سیمو کې دې د ایین ارټیکل ۲۴۷ په سمدستي توګه ختم کړل شي.

په دې اړه یو شمېر نور سېنېټرانو وویل باید د فاټا اصلاحاتو بیا له سره جاج واخیستل شي ځکه چې اصلاحاتي کمېټۍ کوم رپورټ وړاندې کړی وو هغه له حقایقو سره سمون نه خوري.

دوی وايي ، پکار ده چې په دې لړ کې له ټولو قبایلو سره سلا وکړل شي او تر هغه ورورسته دې په دې اړه پرېکړه وکړي چې په خېبرپښتونخوا یې ګډوي که بېله صوبه ورکوي.

سېنېټر هدایت الله خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل دوی دا غواړي چې په يو ملک کې یو شان قانون وي او اجتماعیت ته دې وده ورکړل شي او په کومه صوبه کې چې قبایل ورګډوي باید د هغه صوبې قانون هم فاټا ته وغځول شي.

نوموړي وویل، په ایین ۲۴۷ کې ښکاره لیکل شوي دي چې د فاټا لپاره د دې سیمو استازي قانون سازي نه شي کولای.

ذ سېنېټر هدایت الله خان په وینا ،که حکومت چېرته په ریښتیا مخلصه وي د پاکستان ولسمشر په یو صدارتي حکم د قبایلو اییني حېثیت بدلولای شي.

د پاکستان پخوانی سفیر او د قبایلي چارو پوه اياز وزیر مشال راډیو ته وویل چې دا وخت حکومت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او وزیراعظم نوازشریف په پاناما اسنادو لانجه کې ګېر دی نو په داسې وخت کې دا غوښتنه نامناسبه ده ځکه چې سپریم کورټ به دې یو څو ورځو کې د پاناما اسنادو د مقدمې فېصله اوروي.

د ایاز وزیر په وینا ،د فاټا پارلېماني غړي باید دې ته صبر وکړي که نواز شریف وزیراعظم پاتې شو نو بیا دې ترې غوښتنه وکړي او بیا به یې ورسره ولس هم ومني.

په فاټا اصلاحاتو باندې تر دې دمه دوه نظرونه مخې ته راغلي دي ځینې قبایلي مشران او د پارلېمان غړي وايي قبایل دې په خېبرپښتونخوا ورګډ کړي او د ځینو غوښتنه ده چې فاټا ته دې د ځانله صوبې حېثېت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG