د لاسرسي ځای

"د پاکستان حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب باوري کړي"


په پاکستان کې د خبریالانو د احتجاج پخوانی عکس

د خبرتیا او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي چې په سمدستي توګه دېد خبریالانو د تحفظ بل عملي کړي او له دې وروسته دې صوبايي حکومتونه هم پر دې بل کار وکړي.

بل پلو په پاکستان کې د صحافیانو لپاره کار کونکي تنظیمونه وايي چې حکومت د بیا بیا وعدو او لوظونو باوجود د خبریالانو د تحفظ لپاره څه کار نه دی کړی

په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د چېرمېن پیر محمد اسلم بودله په مشرۍ کې د خبرتیا او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې د اطلاعاتو د وزرات سیکرېټري احمد نوازسکهیرا هم ګډون درلود.

په یاده غونډه کې چېرمېن او غړیو حکومت ته وویل چې په پاکستان کې د صحافیانو د تحفظ بل لهم ۲۰۱۴م کاله تر اوسه هم دغه رنګ پروت دی باید چې پر دې عمل درامد وکړل شي چې خبریالانو ته تحفظ ورکړل شي

د یادې کمېټۍ غړې نعیمه کشور د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی حکومت ته ویلي چې دا بل زر تر زره منظور کړي چې د صحافیانو ستونزې هوارې شي

د نعیمه کشور په خبره چې دوی ته د اطلاعاتو څانګې ویلي وو چې دوی له صوبو سره پر دې بل سلا کوي ځکه چې د ۱۸ م آئیني ترمیم نه روستو دا معامله اوس صوبو ته تللې ده او دوی د صوبو د صحافیانو د تحفظ لپاره هم کار کول غواړي نو که د دې لپاره یوه صوبه یا دوه صوبې قرارداد پاس کړي نو بیا به د مرکز نه په دې قانون سازي وشي.

نوموړې وايي کمېټۍ ورته ویلي چې پر دا به وخت اخلي چې له صوبو څخه قرارداد راځي نو کم نا کم تاسو په اسلام آباد کې چې کوم ژورنالسټان دي چې د هغوی د تحفظ لپاره خو کار وکړای

د دې په وینا چې حکومت ورته باور ورکړو چې راروانه غونډه کې به ورته ووايي چې څه اقدامات يي کړې دي

په ۲۰۱۴م کال کې د جماعت اسلامي غړیو د صاحبزاده طارق الله په مشرۍ کې د صحافیانو د تحفظ بل په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړې وو کوم چې هم په دغه کال په یویشتم اکتوبر د اطلاعاتو لپاره د اسمبلۍ قایمه کمېټۍ ته د نور ښه کولو لپارهلېږل شوی وو.

په پاکستان کې د صحافیانو د خېرښېګړې لپاره کارکونکي د یو غېر سرکاري تنظیم پرېس فريډم نېټ ورک غړي اقبال خټک مشال راډیو ته وویل چې پاکستان کې خو له ډېرې مودې راهسې حکومت وايي چې خبریالانو ته به تحفظ ورکوي خو تر دې دمه يې هېڅ هم نه دي کړي.

اقبال خټک وویل چې خطرې او ستونزې ډېرې دي او د دوی د تحفظ لپاره هلې ځلې ډېرې کمې دي ځکه چې په پاکستان کې تر دې دمه په حکومتي کچ د خبریالانو د تحفظ لپاره مرستې نه دي شوي

د خبریالانو د تحفظ او حقونو لپاره کارکونکي نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس وايي چې په ۲۰۱۵م کال کې په پاکستان کې ټول ۲۸ خبریالان وژل شوي او درویشت ژوبل شوي دي

دغه رنګ په کال ۲۰۱۶ کې درې خبریالانو د کار دوران ژوند له لاسه ورکړی چې پکې دوه کېمره مېنان محمود خان او شهزاد د اګست په میاشت کې د کوټې په سول هسپتال کې په بمې چاودنه کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG