د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوواري تونل تر بشپړېدو وروسته د ګاډو پرمخ پرانيستل شو


د خېبر پښتونخوا په بره دير کې لوواري تونل کار پوره او د ګاډو لپاره پرانيستل شو. اته نيم کلو ميټره اوږد دا تونل به اوس په ژمي هم پرانيستی وي. پخوا به دا لار د واورو له وجې شپږ مياشتې بنده وه. دا تونل بره دير او چترال د يو بل سره نښلوي.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف نن (د جولايي شلمه) د دې تونل د پرانيستې په موقع وويل چې اوس به چترال د پاکستان نورو برخو سره وتړل شي. وزير اعظم زياته کړه چې د ټنل جوړيدو او پرانستلو وروستو به اوس دا سيمه مخ په وړاندې لاړه شي او ددې ځای ولس به پرمختګ وکړي. هغه همداراز وويل:((دا د ودانۍ کوم کار چې کيږي دا زموږ د مسلم لېګ (ن) حکومت کوي.))

نوموړي زياته کړه چې په چترال کې به نور کارونه هم کوي. هغه زياته کړه: ((چترال به اوس د اسلام اباد په طرز يو ښار جوړوو۔ په چترال او د پاکستان نورو سيمو کې به اوس هيڅ فرق نه ښکاري. دلته به د جينکو لپاره پوهنتون (يونيورسټي)، کالجونه او هسپتالونه جوړولی شي۔ سيلګرۍ ته به وده ورکړل شي. دې سيمه کې به ډيمونه جوړېږي او د بجلۍ نظام به برابريږي.))

پر دې تونل درې ديرش اربه روپۍ لګښت راغلی دی. پر دې پروژه په ۱۹۷۵ کال کې کار پېل شوی خو وروسته د بېلابېلو وجوهاتو له وجې ودرېد. په ۲۰۱۵ کال کې یې د پوره کولو لپاره حکومت نورې پيسې ورکړي او تر هغې وروسته پرې کار روان پاتې شو.

په ملک کې د روان سياسي حالاتو او د پانامه په اړه د ګډي پلټنيزې ډلې يا جی ائي ټي او د مخالفه ګوندونو په اړه نواز شريف ووېل چې نن د هغه د احتساب خبرې کېږي خو پر هغه د درغليو داغ نشته۔ د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند له وزيراعظمه استعفا غوښتې ده. وزيراعظم نوازشريف پر دې ګوند چې خيبرپښتونخوا صوبه کې حکومت لري، نيوکې وکړي چې خلکو سره يې خپلې کړې وعدې نه دې پوره کړې او صوبه کې يې پرمختيايي کارونه ده کړې.

XS
SM
MD
LG