د لاسرسي ځای

د پاکستان سېنيټ ځيني غړي وايي پر انټرنيټ د جرمونو مخنیوي لپاره جوړ شوی قانون بايد غلط استمعال نه شي. د جولايي په ۱۹ تاريخ اسلام اباد کې د سينيټ په يوه غونډه کې ځينيو سينیټرانو غوښتنه وکړه چې د دې قانون غلط استعمال مخنیوي لپاره بايد پکې بدلونونه وشي.

د پاکستان مطبوعاتو ليکلي چې دې غونډې ته د داخله چارو وزیرمملکت بلیغ الرحمان وویل چې د سوشل ميډيا يا ټولينیزو مطبوعاتو د غلط استعمال په اړه ورته په ۲۰۱۶ کال کې نهه زره او پنځه اويا شکایتونه رسېدلي وو او په روان کال کې د دې شکايتونو شمېر څلور زره او ديرش دی. د نوموړي په وینا تر دې دمه يې پر انټرنېټ د جرمونو مخنيوي قانون لاندې ۸۳ کسان نیول شوي دي.

پر انټرنيټ د جرمونو مخنيوي قانون يا Cyber Crime Law په اړه ځيني سينيټران وايي چې د کومو سخت دريځو ډلو تبليغاتو مخنيوي لپاره دا قانون جوړ شوی وو، هغوی اوس هم په ازاد مټ په ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا خپل فعاليت جاري ساتلی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وویل چې دا قانون اکثره وخت د خبریالانو پر ضد کاريږي. د هغه په خبره دا قانون بايد په سم ډول استعمال شي. نن (جولايي ۲۰) نوموړي مشال راډیو ته وویل سياستوال پر ټولنيزو مطبوعاتو د بندېز لګولو مخالف دي خو بايد چې له دې چاته زيان ونه رسيږي.هغه زياته کړه: ((پر فيس بوک د خلکو په نومونو اکاونټونه او پاڼې جوړې شوې دي. له دې جعلي اکاونټونو څخه د زيان رسيدنې مخنيوي لپاره بايد قانون وکارول شي.))

د مدني ټولو غړو او بشري حقونو لپار کارکوونکي د پاکستان پر انټرنيټ د جرمونو مخنيوي قانون يا Cyber Crime Law نيوکې کوي چې په اسانۍ سره په غلطه کاريدلی شي نو ځکه بايد پکې بدلون وشي.

د قانوني چارو پوه، شهاب الدین خټک وويل چې دې قانون کې ډېرې سختې سزاوې ټاکل شوي چې خلک د بيان ازادۍ له حقه محرومولی شي. نوموړي زياته کړه: ((پر سوشل ميډياچې کومې ډلې سخت دريځي خوروي د هغوی پر ضد بايد سمه کاروايي وشي خو خلک بايد پر مسايلو له بحث څخه منع نه کړل شي.))

XS
SM
MD
LG