د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيامولانا سميع الحق طالبان سولې ته حاضرولی شي؟


مولانا سميع الحق
مولانا سميع الحق

د پاکستان جميعت العلمای اسلام (س) ګوند چارواکي وايي د دې ګوند او حقانيه مدرسې مشر، مولانا سميع الحق د افغان چارواکو په بلنه د افغانستان په سوله کې خپل رول لوبولو ته چمتو دی.

د هغه وياند مولانا يوسف شا پرون (د جولايي په ۱۹ تاریخ) مشال راډيو ته وويل چې پخوا هم ترې افغان چارواکو غوښتنه کړې وه چې مولانا سميع الحق دې لړ کې خپل کردار ترسره کړي او اوس هم همداسې هيله لري. هغه زياتوي: ((د جولايي په اتلسم تاريخ اسلام اباد کې افغان سفير، عمر زاخېلوال مولانا سميع الحق سره ملاقات وکړ چې پکې مولانا صيب وويل تر څو چې په افغانستان کې نړيوال ځواکونه موجود وي نو تر هغو د سولې خبرو څه نتيجې نه شي ورکولی.))

طالبان هم ورته دريځ لري. دوی وايي د سياسي روغې جوړې لپاره ضروري ده چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي. دا مهال په افغانستان کې خوا او شا نهه زره بهرني ځواکونه موجود دي. د افغان حکومت دريځ دی چې که طالبان جګړه ودروي نو د بهرنيوو ځواکونو شتون ته به ضرورت پاتې نه شي.

د خيبر پښتونخوا په اکوړې کې حقانيه مدرسه له دې کبله مهمه بلل کيږي چې دلته د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون په سلګونو افغان طالبان درسونه ويلي دي. د طالبانو يو بل مشر، ملا محمد عمر ته له دې ځايه اعزازي سند ورکړل شوی وو. له همدې کبله د دې مدرسې مشر، مولانا سميع الحق څه موده مخکې غربي مطبوعاتو سره خبرو کې ځان د طالبانو روحاني يا معنوي پلار بللی وو.

د نوموړي وياند مولانا يوسف شاه وايي لا هم افغان حکومت او يا طالبانو دوی ته د خبرو لپاره خپل شرايط نه دي په ډاګه کړي خو دوی کولی شي دې لړ کې خپل کردار تر سره کړي. هغه زياتوي که مولانا سميع الحق د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب کوي نو د دې لپاره د پاکستان حکومت اجازې ته ضرورت نه لري.

حالات داسې نه دي چې مولانا سميع الحق دې پر طالبانو خپله خبره ومني. هغه کله ځان ته د طالبانو بابا او کله استاد وايي. دعوه يې لويه ده خو داسې نه ښکاري چې هغه دې تر هغې کوم خاص رول ولوبوي تر څو چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې اتفاق پيدا نه کړي
شميم شاهد

د کابل پوهنتون د سياسياتو څانګې استاد، نصرالله ستانکزی وايي په افغانستان کې د طالبانو سره د مولانا سميع الحق اړيکو له وجې هغه ته ښه نه کتل کيږي. هغه زياتوي: (( مولانا صيب سره اوس ښه موقع ده چې د افغانستان په سولې کې د مثبت کردار په ترسره کولو سره د افغانانو زړونه وګټي.))

د طالبانو سره مذاکراتو لپاره د مولانا سميع الحق په ممکنه رول داسې مهال خبرې کيږي چې افغان چارواکي لا هم پر پاکستان تور پورې کوي چې طالبان يې تر کنټرول لاندې دي او افغانستان کې د سولې لپاره د زړه له اخلاصه کار نه کوي. اسلام اباد دا نه مني او وايي باور لري چې طالبانو سره سياسي روغه جوړه بايد د افغانانو په ملکيت او مشرۍ وشي. تېره اونۍ د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت ويلي وو چې د افغانستان مسله پوځي حل نه لري نو ځکه بايد مذاکراتو ته حاضرولو لپاره دې طالبانو ته پر سياسي مراعاتو ورکولو غور وشي.

په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه شميم شاهد وايي په اوسنيوو حالاتو کې مولانا سميع الحق لپاره پر طالبانو اغېز کول مشکله خبره ده. د هغه په وينا که پاکستان او افغانستان اتفاق پيدا کړي نو بيا ممکنه ده چې مولانا سميع الحق څه کردار ولوبوي.

XS
SM
MD
LG