د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د سياسي کړکېچ د هېواد او سيمې پر امنيت ممکنه اغېز


په پاکستان کې د پانامه اسنادو په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې تر راپور راتلو وروسته مخالفه ګوندونو او قانون پوهانو پر لومړي وزير د استعفا ورکولو لپاره فشار زيات کړی دی.

په رپورټ کې د نوازشريف او د هغه د اولادونو د شتمنيو په اړه پوښتنې راپورته کړل شوې وې.

د پلټنيزې ډلې پر راپور باندې دا وخت په سپريم کورټ اورېدنې روانې دي.

پوښتنه داده چې په هېواد کې رامنځ ته شوی سياسي کړکېچ د پاکستان او سیمې پر امنيت څه ممکنه اغېز کولای شي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دفاعي چارو پوهانو سيد نذير، سعد محمد خان او د سنده هايي کورټ وکيل عبدالهادي اېډوکېټ سره څېړل شوې دي.

د پاکستان د سياسي کړکېچ د هېواد او سيمې پر امنيت ممکنه اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:52 0:00

XS
SM
MD
LG