د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیمه وال:د لوګر ازرې ولسوالۍ ته دې لارې خلاصې شي


د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغانستان د امنیتي ارګانونو له چارواکو وغوښتل، چې د یادې ولسوالۍ د امنیتي او اقتصادي محاصرې د ماتولو په برخه کې اقدام وکړي.

دوی د سېشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې په ازره کې يې د ملي دفاع له سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له مرستیالانو سره درلوده، ویل ازرې ته ټولې لارې تړلې دي او ولس يې په امنیتي او اقتصادي لحاظ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

د ازرې اوسیدونکو او حکومتي مسوولینو يې زیاتوله، د افغانستان سرحدي ولسوالیو کې پوله ساتونکي پولیس توظیف دي، خوپه ازره کې چې اړتیا يې هم ډېره ده د سرحدي پولیسو تشکیلات نشته.

د پلاوي سره د کتنې په موخه جوړه شوې غونډه کې د ازرې یو تن اوسیدونکي رحمن الله احمدزي وویل، د یادې ولسوالۍ خلک د حکومت ملاتړي دي، په سختو شرایطو کې وخت تېروي، خوحکومت چارواکي ورته پاملرنه نلري.

رحمن الله احمدزي زیاته کړه:

((د ملي دفاع وزیر نه او د ټولو ارګانونو نه مو دا غوښتنه ده چې د خدای او قران په لحاظ د ازرې د خلکو غم وخورئ، د ازرې ډېر غیرتي ولس دی، کوزه لاره بنده ده، بره لاره بنده ده، حیران یو چې په کومه لاره لاړ شو ځکه همدا دوه لارې دي، مزایل راځي دا خو ړانده دي په کورونو لګیږي، ښځې مو شهیدانې شوې، ماشومان مو شهیدان شول، سپینږیري مو تیکه تیکه شول، موږ تل د حکومت ملاتړ کړی او ورسره ولاړ یو، خو حکومت موږ سره کمک ندی کړی.))

د لوګر ازرې ولسوالۍ ته د پلازمینې کابل د پلاوي سربیره د یاد ولایت ملکي او پوځي چارواکي هم هلته ورغلي ول.

که څه هم وخت نا وخت ازرې ته دکابل له لارې پوځي اکمالاتي قطارونه ورځي، خو عموماً چارواکي یادې ولسوالۍ ته پوځي چورلکو یا هلي کوپټرو کې سفرونه کوي.

د ازرې یو بل تن سیمه وال هلته د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او ويې ویل:

((هیڅ اکمالات يې موږ ته ندي کړي، یوه شاجوره راسره شته خو بند راسره نشته، له لوږې سټ شو، له بلې خوارۍ او غریبۍ هم وتلي یو، نه معاش شته، نه روپۍ شته، له لوږې غرق او در په در یو، چې فصابي وشي، د یو پاو غوښې د اخیستو وس له چا سره نشته، نه معاش شته، نه اعاشه شته او نه کوم بل شی.))

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید له چارواکو وغوښتل، چې لږ تر لږه دې یادې ولسوالۍ ته یوه لاره په دایمي ډول خلاصه کړي.

نوموړي هلته د یو مجهز او سمبال روغتیايي مرکز شتون هم اړین وباله.

د ازرې ولسوال وايي:

((د افغانستان په ټولو سرحدي ولسوالیو کې سرحدي پولیس وجود لري، باید موږ سرحدي پولیس ولرو، دویمه غوښتنه مو داده چې ازره په ژمي کې د وارو له لاسه محاصره وي او اوړۍ د مخالفینو د لاسه محاصره وي، د مرکزي حکومت نه مو غوښتنه داده چې د څلورو لارو یوه لاره راته خلاصه کړي او درېیمه غوښتنه مو د شفاخانې ده، چې موږ ته یو مجهز روغتیايي مرکز جوړ شي، چې عملیاتونه په کې وشي، نور مو مشکل نلرو.))

د ازرې په ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي د یادو خلکو او امنیتي منسوبینو هڅې او هلته د نظام د ټېنګولو لپاره قرباني وستایلې.

ده د خلکو ستونزې ومنلې او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به چارواکو سره شریکوي او هغه مسالې چې ده پورې اړه لري په اړه به يې اقدام کوي.

طارق شاه بهرامي وویل:

((تاسو ته ډاډ درکوم په هماغه ډول چې کندز ته مې سفر لاره، په هغه ډول چې ما پچیراګام او تور بورې ته ما سفر لاره او یو ډېر لنډ او مختصر عسکري ګزارش مې جلالتماب جمهور رييس ته، محترم اجراييه رييس ته او سرقومانداني اعلی قوای مسلح ته مو ګزارش ورکړ، په عین ترتیب ستاسو یاد شوي مشکلات او ستا دا وړاندیزونه زه انشاالله مشرانو ته رسوم او کوم کارونه چې په ما پورې اړه لري، هغه به انشاالله ډېر ژر اجراء کوماو تاسو به يې نتیجه وینئ.))

د لوګر د ازرې ولسوالي چې پکتیا او ننګرهار سره لګیدلې ده، د پاکستان د قبایلي سیمو سره هم پوله لري.

ویل کیږي د افغان حکومت وسلوال مخالفین ډېر کله پاکستان ته د ازرې له لارې تګ او راتګ کوي.

څو ورځې مخکې د افغان امنیتي منسوبینو یو ستر اکمالاتي قطار هغه مهال د کابل د خاک جبار د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو تر برید لاندی راغی چې غوښتل يې ازرې ته د وسلو، مهماتو او خوراکي توکو اکمالات وکړي.

XS
SM
MD
LG