د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قانون پوهانو له نوازشريفه استعفا غوښتې


په پاکستان کې قانون پوهانو له لومړي وزيره د استعفا غوښتنه کړې او په دې لړ کې د چارشنبې په ورځ عدالتونو ته حاضر نه شو.

د هړتال اعلان د سېشنبې په ورځ د پاکستان د وکيلانو سازمان پاکستان بار کونسل مرستيال مشر محمد احسن بون دسېشنبې په ورځ په لاهور کې اوکړ.

تر اعلان وروسته د چارشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې قانون پوهان عدالت ته حاضر نه شو.

د خبرې غونډې پر مهال محمد احسن بون وويل چې د سپريم کورټ په امر جوړې شوې ګډې پلټنيزې ډلې په راپور کې نوازشريف او د هغه کورنۍ په درغليو کې ککړه ګرځولې نو بايد اوس وزيراعظم له څوکۍ استعفا ورکړي.

نوموړي د هغو وزيرانو د نا اهله ګرځولو غوښتنه وکړه چې په راپور کې ګرم بلل شوي دي.

د پېښور بار اېسوسي اېشن مشر فضل واحد مشال راډيو ته ووېل چې حکومت په مختلفو طريقو پر سپريم کورټ د فشار اچولو کوشش کوي نو دوی له سپريم کورټ سره د يووالي څرګندولو لپاره ورځ و لمانځله او وکيلان عدالتونو ته حاضر نه شو.

د وکيلانو د قامي اېکشن کمېټۍ غړي او د بلوچستان هايي کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې جنرل سېکتر نصيب الله ترين وايي چې په ياده صوبه کې هايي کورټ بار اېسوسي اېشن، بلوچستان بار کونسل او کوټه بار اېسوسي اېشن هړتال وکړ.

خو د وزيراعظم نواز شريف سلاکار امير مقام په دې ورستېو کې مشال راډيو ته وېلي وو چې نوازشريف به د وکيلانو او يا د سياسي ګوندونو په غوښتنه استعفا ورنکړي.

XS
SM
MD
LG