د لاسرسي ځای

پاکستان د خليجي هېوادونو د کړکېچ سياسي حل غواړي: نوازشريف


د پاکستان لومړي وزير ويلي، هېواد يې غواړي چې د خليجي هېوادونو خپل منځي شخړې له سفارتي لارو هوارې شي.

نوازشريف دا خبره د سېشنبې په ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن سره په اسلام اباد کې د ليدنې پر مهال کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې قطر داوخت د سعودي عربستان په مشرۍ د متحده عرب اماراتو، مصر او بحرين له سياسي، سفارتي او اقتصادي فشار سره مخامخ دی.

دغو هېوادونو پر قطر تور لګولی چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ورسره يې مځکنۍ او هوايي لارې تړلې دي.

خو قطر دغه تورونه ردوي.

د پاکستاني وزيراعظم له دفتره په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د نوازشريف او قطرد بهرنيو چارو وزير ترمنځ په خبرو کېد خلیجي هېوادونو د کړکېچ ختمولو لپاره د کويت امير جابرالصباح چې د منځګړي رول لوبوي، هلې ځلې هم بحث شوې.

قطر داوخت د سعودي عربستان په مشرۍ د متحده عرب اماراتو، مصر او بحرين له سياسي، سفارتي او اقتصادي فشار سره مخامخ دی.

نوازشريف ويلي، پاکستان په خپلو تعلقاتو کې خليجي هېوادونو ته لومړيتوب ورکوي او غواړي چې ټول مسلمان هېوادونه ددې منطقې د کړکېچ په ختمولو کې ګډې هڅې وکړي.

پاکستاني وزيراعظم په دې لړ کې د کويت د امير هڅې و ستايلې.

د خليج هېوادونو په کړکېچ د پاکستان د رول په اړه پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند مشال راډیو ته وويل چې اسلام اباد بايد د رول په لوبولو کې خپلو ګټو ته وګوري ځکه چې پاکستان له مختلفو هېوادونو سره په بېلا بېلو څانګو کې تړونونه لري او ددې ترڅنګ په زرګونو پاکستانيان هم په خليجي هېوادونو کې مزدوري کوي.

د بهرنيو چارو کار پوهاو د پېښور پوهنتون سيمه ايزو زدکړو څانګې مشر پروفېسر ډاکټر بابر شا وايي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې سياسي وضعيت ښه نه دی او بل يې له ګاونډیو سره هم اړيکې خورا ښې نه دي نو بايد اسلام اباد د سعودي عربستان او قطر ترمنځ اړيکو کې متوازن کردار اداکړي.

دده په وينا، پاکستان بايد د منځګړي رول ولوبوي او کوشش وکړي چې دغه ملکونه د خبرو اترو مېز ته راولي.

XS
SM
MD
LG