د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د ښځو لپاره ځانګړي بسونه پیلېږي


په پېښور کې د عامو خلکو د سفر بس (پخوانی عکس)
په پېښور کې د عامو خلکو د سفر بس (پخوانی عکس)

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې په پېښور کې به د پیل کیدونکي تيز رفتار بس پروژه کې ۱۰ فیصده روزګار ښځو ته ورکوي او هم به په بسونو کې د ناستې لپاره ښځو ته ځانګړې برخه ورکول کېږي.

په خيبر پښتونخواکې د ټرانسپورټ په اړه د وزیراعلی ځانګړي سلاکار ملک شاه محمد وزير د دې پروژې په اړه مشال راډیوته مالومات وړاندې کړل.

ملک شاه محمد وزير وویل ، “ په دې کې به د بس ۱۵۰ تمځایونه یا سټاپونه وي ، ښځو ته برخه ورکوو او د ټرانسپورت چې کوم پوليس دي په هغوي کې هم د ښځو برخه شته.

نوموړي زیاته کړه چې د ښځو لپاره دا ۱۰ فیصده برخه یقیني ده خو دوي به بیا هم هڅه کوي چې دا زیاته کړي.

ملک شاه محمد زياته کړه چې ښځو ته به د نورو اسانتياوو لپاره د صوبې په پنځو ضلعو پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار او بنو کې د ښځو لپاره ځانګړی” پنک بس سروس” هم پیل کړي.

ملک شاه محمد وزير وویل چې دا بسونه جاپان ډالۍ کړي دي او په دې کې به یوازې او یوازې ښځې سفر کوي.

د پېښور یوه اوسېدونکې عاصمه وايي ښځو ته د روزګار ورکولو مطلب صوبه او ملک مخ په وړاندې بوول دي.

نوموړې وویل ، دوي هیله لري چې حکومت به د دې پروژې په څېر په نورو برخو کې هم مېرمنو ته برخه او روزګار ورکړي.

عاصمې وویل ، د دې په فکر دا ۱۰ فیصده برخه کمه ده باید چې حکومت یې په راتلونکې کې نوره هم زیاته کړي.

نوموړې وویل، دا لس فيصده کوټه زما په خيال کمه ده خو هيله لرم چې راتلونکې وخت کې به دا زياته کړل شي.

د پېښور يوه بله اوسېدونکې ثانيه ذیشان وايي د ښځو لپاره د ځانګړي بس له چلولو سره به د یو شمېر ښځو مسلې هوارې شي.

نوموړې وویل چې ډېرې مېرمنې د یو شمېر مسلو له کبله په عام ټرانسپورټ کې تګ راتګ نه کوي او په هغوی د ښځو لپاره ځانګړي شوې برخې تش په نامه د مېرمنو دي.

ثانيه ذیشان زیاتوي چې د دې نویو بسونو له پیل سره به مېرمنو ته دا زمینه برابره شي چې په ارامه او خوندي توګه تګ راتګ وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې ياسمين پير وايي چې په تېرو وختونو کې هم داسې خبرې شوې دي خو عمل ندی پرې شوی.

ياسمين پير وویل ، په کار ده چې مېرمنو ته د اسانتیاوو ورکولو لپاره کړې ټولې وعدې پوره کړل شي.

د تيز رفتار بس سروس په نامه دې پروژه منصوبه کې به د فرانس نړیواله پرمختیايي ادارهاو د اروپا د پانګونې بېنک مرسته کوي.

د ۶۱ میلیونه روپیو په دې پروژه کې به ۳۴ اعشاريه ۸۱ اربه روپۍ د اسیا پرمختیايي بېنک د خيبر پښتونخوا حکومت ته ورکوي.

XS
SM
MD
LG