د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبايلي سيمو کلنۍ پرمختيايي پيسې دې ډېرې شي"


نن د جولايي په ۱۷ نېټه (دوشنبه – ګل) د خیبر پښتونخوا ګورنر سره د قبایلي سیمو پارلیماني غړو په یوه اوږده غونډه کې د فاټا کلني پرمختیایي پروګرام د پيسو په ویش خبرې کړې او د دې پيسو د زياتولو غوښتنه يې کړې ده.

مشال راډیو سره په خبرو کې له قبایلي سیمو څخه د قامي اسمبلۍ او د پاکستان تحریک انصاف غړي قیصر جمال افریدي وویل چې د کلني پرمختیایي پروګرام پيسو د استعمال په اړه د قبايلي سيمو پارلیماني غړو سره په سمه توګه مشوره نه کیږي. هغه زياتوي: ((که هره مسله وي. هغه که د اوبو نشتوالی وي او که د سړکونو خراب حالت... پر دې هر څه د خلکو استازي ښه پوهيږي. نو قبايلي سيمو لپاره کلني پرمختيايي پروګرام کې بايد ورسره سلا وشي.))

له اورکزو ایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ ازاد غړی غازي ګلاب جمال وايي د ګورنر لخوا د دوی اندېښنو ته ښه ځوابونه وويل شول خو تر اوسه معلومه نه ده چې څومره عمل به پرې وشي. هغه زياته کړه: ((زموږ غوښتنه هم دا وه چې د څښلو اوبو، تعلیم او صحت لپاره زیاتې پيسې ځانګړې شي. بله دا چې کوم کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي نو هلته هم د بنيادي سهولتونو ډیر زیات ضرورت دی.))

د پاکستان واکمن ګوند غړي شهاب الدین خان وویل چې کلنیز پرمختیايي پروګرام لپاره صرف شپږویشت اربه روپۍ د وفاقي حکومت لخوا ځانګړې کیږي چې د ګلګت بلتستان او د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر په نسبت کمې پیسې دي.

د ده په وینا ګورنر ته یې وړاندېز وکړ چې وزیراعظم نوازشريف ته ووايي چې د قبايلي سيمو دوره وکړي او حالات له نيزدي څخه وګوري.

بلخوا د پاکستان سرکاري ريډيو د دې غونډې په حواله ويلي چې ګورنر اقبال ظفر جګړا له اړونده ادارو وغوښتل چې قبايلي سيمو کې پر پرمختيايي کارونو کار تېز کړي.

XS
SM
MD
LG