د لاسرسي ځای

په پاکستان کې په لومړي ځل د نر ښځيانو د تحفظ او ایني حقونو لپاره شخصي ممبر بل سېنېټ ته وړاندې کړل شو۔

د نرښځيانو د حقونو لپاره کار کونکې ادارې وايي، دا بل د مختلفو برخه والو ادارو لکه د بشري حقونو وزارت، د قانون او انصاف ادارې، د خېر ښېګړې ادارې قانون عملي کوونکې ادارې، نرښځيانو او له مدني فعالانو سره تر سلا مشوره وروسته تيار کړل شوی دی۔

په پاکستان کې له څه مودې راهیسې نر ښځيانو ته په شناختي کارډ ترلاسه کولو، د صحت، تحفظاتو نورې قانوني مرستې په تر لاسه کولو کې ستونزې رامخې ته دي د څه لپاره چې دوی په بيا بيا احتجاجونه هم کړي دي.

د نرښځيانو د حقونو لپاره کار کونکې ادارې ټرانس اېکشن مشر او د بل مشاورتي غړي قمر نسيم مشال راډیو ته وویل چې په لومړي ځل د نرښځیانو تحفظ لپاره دا قسمه بل سېنېټ ته وړاندې کړل شو.

د ده په وینا په دې بل کې د نرښځيانو لپاره بنيادي سهولتونه لکه تعليم ، صحت، روزګار ، په سرکاري نوکریانې کې کوټه ورکول، په وراثت کې برخه او نورې غوښتنې شوي چې له کومو نرښځيان محرومه دي۔

ده وویل،په بل کې د نر ښځيانو د شناخت او قبلولو په اړه هم سپارښتنې وړاندې کړل شوې دي چې کوم نر ښځيان کورنۍ نه قبلوي او د هغوي له وجې ورته شناختي کارډ جوړولو يا شناخت کې مسلې را وړاندې وي د هغوي به هم څارنه کېږي او هم حل به راوباسي.

د نرښځيانو د حقونو او تحفظ لپاره يو بل سږ کال د جنورۍ په مياشت کې (په هغه وخت کې ) د پيپلز ګوند سېنېټر بابر اعوان هم وړاندې کړی وو چې د ځينې وجوهاتو له وجې رد کړل شوی وو.

په پاکستان او نړيواله کچه د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکې غېر سرکاري ادارې (وجود) ايګزيګټېو ډایريکټر ببلي ملک وايي چې دا بل له راتلو سره به نرښځيان محفوظه شي او هغوي ته به هغه حقونه او مرستې تر لاسه شي چې کوم د ملک نور وګړو ته دي.

ده وویل،کله چې د بشري حقونو خبره کېږي او د درجه بندۍ خبره کېږي نو بيا دا د نر ښځيانو لپاره هم پکار دي ځکه چې نر ښځيان هم انسانان دي نو چې کله دا بل راشي او د دې وړاندې چې کوم څه وو نو دا به د نر ښځيانو د حقونو او تحفظ په لړ کې ډېر مرستې وکړي.

دا بل د سېنېټ د بشري حقونون فنکشنل کمېټۍ ته وړاندې کړل شو چیرته به چې په دې بحث کېږي او له هغه وروسته به دا د منظورلو لپاره مخ پر وړاندې وړل کېږي.

د ټرانس اېکشن مطابق دا وخت په پاکستان کې ۱۰ لکو زيات نرښځيان ژوند کوي چې پکې زيات تره د خپل بنيادي انساني حقونون محرومه دي.

XS
SM
MD
LG