د لاسرسي ځای

تازه خبر

خورشید شاه: پارلمان دې وخت پوره کړي خو نواز شریف به استعفی کوي


خورشید شاه له نواز شریف سره (پخوانی عکس)
خورشید شاه له نواز شریف سره (پخوانی عکس)

د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن ګوندونو پر دې خبره اتفاق کړی دی چې پارلمان دې خپله آییني موده پوره کړي خو له وزیراعظم نواز شریف څخه یې د استعفی غوښتنه کړې ده.

دا خبره په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو په هغه غونډه کې شوې ده چې مشري یې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ سید خورشید شاه کوله.

په دې غونډه کې د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي ، د جماعت اسلامي امیر سراج الحق، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاو، د متحده قومي مومنټ پاکستان مشر فاروق ستار او د یادو ګوندونو یو شمېر نورو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

سید خورشید شاه تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل ، “نواز شریف قام او پارلېمان ته په یو وینا کې ویلي وو چې که تور پرې ثبوت شو نو هم هغه وخت به استعفی کوي نو اوس هغه وخت راغلی دی چې نوموړی استعفی وکړي”.

سید خورشید شاهوویل“زما د اپوزېشن له ګوندونو او د پاکستان له ولسه دا غوښتنه ده چې موجوده حکومت دې خپلې مودې پوره کولو ته پرېږدي , د پارلېمان کار دې روان وي ، جمهوریت دې روان وي، په خپل وخت دې انتخابات اعلان شي”.

خو د سید خورشید شاه په وینا ، دوي ټول په ګډه دا غوښتنه کوي چې وزیراعظم نواز شریف دې له خپلې دندې لاس پرسر شي.

د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي وویل ، د دوي د ګوند دریځ څرګند دی او هغه دا دی چې نواز شریف دې له وزیراعظمۍ لرې شي.

شاه محمود قریشي ادعا وکړه چې د ده په وینا ، په مسلم لیګ ن ډله کې دننه هم داسې ږغونه پورته شوي چې وزیراعظم نواز شریف دې په دې اړه فکر وکړي چې رویه خو یې جمهوریت ته زیان نه رسوي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی جګړه له یو ګوند سره نه ده بلکې له داسې چا سره ده چې د خپلې چوکۍ لپاره د پاکستان نظام په خطر کې اچوي.

د جمات اسلامي امیر سراج الحق وویل چې سپریم کوټ څه فیصله هم وکړه نو ورسره به اتفاق کوي.

هغه وویل ، که پاکستان یو وجود دی نو جمهوریت یې روح دی نو احتساب او جمهوریت به پر یوه وخت روان وي.

بل پلو وزیراعظم نواز شریف د جمعې په سهار د خپل ګوند له مشرانو سره تر سلا مشوره وروسته په ډاګه وویل چې استعفی نه ورکوي.

وزیراعظم نواز شریف هیله وښودله چې د ده په وینا ، د پاکستان تر ټولو لوی عدالت یانې سپریم کورټ به یې خبره واوري.

عوامي نشنل ګوند او قومي وطن ګوند ویلي چې دوي د پاناما اسنادو په اړه د سپریم کورټ پرېکړې ته انتظار کوي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دوې ورځې وړاندې په دې اړه پوښتنه راپورته کړه چې ایا د پلټنو لپاره د جوړې شوې جرګګۍ هدف د وزیراعظم نواز شریف په اړه پلټنې کول دي که په ملک کې سیاسي ناکراري رامنځ ته کول دي.

مولانا فضل الرحمان وویل ، په ملک کې د ټاکلي حکومت پرضد راپورته شوې ناندرۍ د دې لپاره یو دوسیه یا سازش دی چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په وړاندې خنډونه جوړ کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت په ډاګه وویل چې که هر څه کېږي نو ګوند به یې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ وي.

محمود خان اڅکزي وویل ، له نواز شریف سره یې اتحاد او ملاتړ یوازې او یوازې د دې لپاره دی چې په ملک کې نه یوازې جمهوریت موجود وي بلکې وده وکړي.

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې د ده په وینا ، له پاکستان او د پاکستان له آييني او امنیتي ادارو سره یې یوازېنۍ رشته د ملک آیین دی.

نوموړي وویل ، که چا په آیین کې ګوتې ووهلې نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به د احتجاج په توګه سړکونو ته مخه وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې جرګګۍ خپل رپوټ سپریم کورټ ته وړاندې کړی او له راتلونکې دوشنبې څخه به یې اورېدنه کېږي.

XS
SM
MD
LG