د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې سپورټي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


د پنجشنبې په ورځ په لوګر کې نوی دوه پوړیز سپورټي جمنازیوم چې د ۵۰۰کسانو ظرفیت لري او د دوو کلونو په موده کې يې ودانیزې چارې سرته رسیدلي پرانیستل شو.

یاد جمنازیوم د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست د پرمخیتايي له بودجې د۴۵میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر ډاکټر عبدالولید ستانکزي د سپورټي جمنازیوم د پرانیستې ګډونوالو ته وویل، په دې لوبغالي کې له هغو لوبو پرته چې څه نا څه پراخو میدانونو ته اړتیا لري، نورې ټولې لوبې ترسره کېدلای شي.

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي، په خپلو خبرو کې وویل، ځوانانو او ورزشکارانو له دوی د عصري او مجهزو لوبغالو د جوړولو غوښتنه درلوده او دوی هم دې برخې ته پوره پاملرنه کړې ده.

فدايي زیاته کړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې په اونۍ کې يې ځکه د دې جمنازیوم پرانیسته وکړه چې ځوانان ورزش ته راوبولي، ځکه ورزش د دوی د فکري او جسماني له قوت سره مرسته کوي، خو نشه يي مواد دا هر څه له منځه وړي.

حلیم فدايي زیاته کړه:

((زما لپاره په لومړي سر کې د ویاړ ځای دا دی چې تاسو د خپل ورزش لپاره مناسب، عصري، مجهز او په معیارونو برابر جمنازیوم په واک کې درکول کېږي او ګټه اخیستنې ته یې سپارو، مبارکي یې ټولو ځوانانو او ورزشکارانو ته وړاندې کوم او د ټولو هغو خواوو چې د جمنازیوم په ابادولو کې هڅې کړي د زړه له کومې مننه کوم، دا چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې اونۍ ده نو مونږ وغوښتل چې د همدې اونۍ په مناسبت د دې جمنازیوم پرانسته وکړو.))

​حلیم فدایي وویل، د لوګر په ۳۰ ورزشي فدارسیونونو کې ۸۰۰۰ ورزشکاران تنظیم دي، که چیرې همدا ورزشکارانو د نشه یي توکو د کارونې او نا امنیو د مخنیوي لپاره سره یو لاس شي، نو دا ولایت به د امن، پرمختګ په کور بدل شي.

د پرانیستې د مراسمو په وروستیو کې ورزشي کلپونو او فدراسیونونو خپل سپورټي نمایشات وړاندې کړل، چې حاضرینو لخوا بدرګه کېدل.

په دې مراسمو کې د لوګر د ولایت مقام او د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د مسوولینو لخوا هغو مسوولینو او ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول،چې له ځانونو يې په دې ډګر کې وړتیاوې ښودلې وې.

د یادونې وړ ده څو میاشتې مخکې د لوګر په مرکز کې د فوټبال یو لوی سټوډیم هم ګټې اخستنې ته سپارل شوی وو همدارنګه دا مهال په یاد ولایت کې د کرکټ د یو نسبتاً لوی لوبغالي ودانیزې چارې هم روانې دي.​

XS
SM
MD
LG