د لاسرسي ځای

د چين يو پلاوي د رشکۍ اقتصاد زون دوره وکړه


د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د رشکۍ اقتصادي زون د جاج اخستلو لپاره د چارشنبې په ورځ چيني چارواکو، سرمايه کارو او د خېبرپښتونخوا حکومتي غړو د دغه ځای دوره کړې ده. صوبايي حکومت په پېښور - اسلام اباد موټروی د کرنل شېرخان انټرچېنج سره نزدې ۲۰۰۰ اېکړه ځمکه د دې منصوبې لپاره ځانګړې کړې ده.

په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک د دې دورې په اړه د زيارت يا پنجشنبې (جولايي ۱۳) په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې د چين يو شپېته کسيزه پلاوی دا وخت د پاکستان په دوره دی چې مقصد يې د ځانګړې اقتصادي زون لپاره د روانو هلو ځلو جاج اخيستل دي.

د دې ترڅنګ ياد پلاوی به له پېښوره تر کراچۍ د رېل نظام ښه کولو پروژې او په ګوادر کې د روانو منصوبو عملي کولو ته هم کتنه کوي. د خټک په وينا د دې دورې مقصد دا هم وو چې کوم سرمايه کار له چينه راځي نو هغوی لپاره موجودې موقعې او ترلاسه کوونکې ګټه هم وګوري.

د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا ويل شوي چې هغوی دلته د ګاډو سامان جوړولو، د خوراک، معدنياتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ کمپنۍ جوړول غواړي چې په نتيجه کې به يې له يونيم لکو څخه تر درې نيم لکو پورې د روزګار موقعې پېدا شي.

خو بلخوا ته د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر دې پروژه نظر ساتونکی او دې لړ کې څيړنې کونکی، د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټرسيدعالم مسود وايي د رشکۍ اقتصادي زون لپاره دومره زمکه نه ده بېله شوې. هغه زياتوي: ((په بجټ کې چې کومې پېسې شودل شوې هغه ۲۰ کروړه روپۍ دي. په شل کروړه روپۍ دوی ۲۰۰۰ څه چې ۲۰۰ اېکړه ځمکه هم نه شي اخستلی.))

بلخوا د چين پاک اقتصادي راهدارۍ په ويبپاڼه د رشکۍ اقتصادي زون په اړه ليکل شوي چې دا ۱۰۰۰ اېکړه ځمکه باندې جوړېږي کومه چې له وړاندې ترلاسه کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG