د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ۶ ټنه تاريخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول


د پنجشنبې په ورځ په خوست کې شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي د نهه سوه لیتره په زهرو لړل شوو الکولي مشروباتو سره یو ځای وسوځول شول.

د خوست والي حکم خان حبیبي د تاريخ تېرو درملو او خوراکي توکو د سوځونې په ځای کې مشال راډیو ته وویل دا توکي د روغتیايي ارزونو ټیم لخوا په وروسیتو میاشتو کې د امنیتي چارواکو په همکاری د خوست په مرکز او بیلابیلو سیمو کې نیول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((غواړم ووایم چې د هغو سوداګرو او درمل پلورنکو پر وړاندې به سخت اجراات وشي چې په پټه تاریخ تېره درمل یا خوراکي توکي پلوري چې له وجې يې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښيږي.))

حبیبي له امنیتي ادارو وغوښتل چې د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاقو په مخنیوي کې خپلې هڅې چټکې کړي. بلخوا د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري د تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو خرڅول یوه هېواد شموله ستونزه بولي خو زیاتوي چې دوی يې د مخنيوي هڅه کوي.

اوه میاشتې وړاندې هم د خوست د روغتیايي بررسۍ ټیم لخوا څلور ټنه تاریخ تېره درمل له راټولولو وروسته سوځول شوي ول.

XS
SM
MD
LG