د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هایکورټ د مشال خان د مقدمې انتقال په اړه رپورټ غوښتی


پېښور - د پېښور هایکورټ مشر قاضي د مشال خان د وژنې مقدمې بل ځای ته د انتقالولو په اړه د مردان ضلعي قاضي ته د جولای تر ۲۰مې وخت ورکړی چې خپل رپورټ تیار کړي او ووايي چې ایا دا مقدمه دې په زندان یا بل ځای کې پر مخ یوړل شي او که څنګه؟

بلخوا د خېبرپښتونخوا حکومتي وکيل ته ويل شوي چې د هريپور جېل په اړه هم راپور عدالت کې جمع کړي.

د مشال خان د وکيلانو د ډلې غړي سليم خان د چارشنبې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې له وړاندې دا راپور په عدالت کې جمع دی چې پېښور جېل د دې مقدمې د اورېدنې لپاره سم نه دی او اوس د مردان خبره کېږي نو هغه له وړاندې ځای نه لري او نه د مشال خان پلار په مردان جېل کې د دې مقدمې اورېدنه غواړي.

د مشال خان پلار محمد اقبال
د مشال خان پلار محمد اقبال

د سليم خان په وينا دوی مطمين دي چې د دې مقدمې اورېدنه به په هري پور جېل کې کېږي ځکه چې د مشال خان پلار اقبال خان له وړاندې دا دريځ دی چې په دې مقدمه کې شامل زیاتره ملزمان د مردان دي چې بانفوذه یا بااثره دي او کورنۍ یې تیارې نه دي چې مقدمه دې په مردان کې واورول شي.

د ده په خبره، که پېښور هايکورټ د مردان جېل په اړه فیصله ورکوي نو دوی به بيا په سپريم کورټ کې درخواست دایروي.

سليم خان وايي، د مشال پلار ورته ويلي که په مقدمه کې ورسره انصاف ونشو نو هغه به سره د خپلې کورنۍ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

((د مشال پلار وايي چې يو غريب سړی دی، که د هېواد ادارې ورته انصاف نه ورکوي نو بله هېڅ لار ورسره نشته چې له خپلو بچیو سره په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو لوی دفتر مخې ته لاړ شي او هلته ټولې نړۍ او د پاکستان بشر دوسته ولس ته اپيل وکړي چې د هغه لپاره انصاف وغواړي.))

مشال خان د مردان په ولي خان پوهنتون کې وژل شوی وو
مشال خان د مردان په ولي خان پوهنتون کې وژل شوی وو

په پېښور هايکورټ کې د نهې په ورځ د مقدمې د اورېدنې پر مهال عدالت د خیبر پښتونخوا له اېډووکېټ جنرله هم غوښتي ول چې د هريپور جېل په اړه ورته راپور ورکړي.

پر دې موقع ايډووکېټ جنرل ويلي چې حکومت ته پر دې هېڅ اعتراض نشته چې له مردانه دا اورېدنه بلې کومې ضلعې ته ولېږدول شي. د ده په خبره، هر ځای چې د دې کېس اورېدنه کېږي نو صوبايي حکومت يې د امنيت پوره ذمه واري اخلي.

د روان (۲۰۱۷ز) کال د اپرېل پر ۱۳مه په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د بلوه ګرو زده کوونکو لخوا وژل شوي مشال خان په اړه سترې محکمې يا سپريم کورټ هم نوټس اخیستی وو چې وروسته ګډې پلټنيزې ډلې خپل راپور کې ويلي ول چې د مشال خان په اړه د مذهب د سپکاوي کوم ثبوتونه ورته په لاس نه دي ورغلي.

سليم خان په سپريم کورټ کې د مشال خان د وژنې په اړه د مقدمې په حواله وايي چې اول چيف جسټس چين او بيا عمرې ته تللی وو او اوس د پاناما اسنادو مقدمه روانه ده خو دوی هيله من دي چې د مشال خان د وژنې اورېدنه به هم ژر په سپريم کورټ کې وشي.

XS
SM
MD
LG