د لاسرسي ځای

اسلام اباد - د نهې پر ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې د سرښار لاهور په یو کور کې کارکوونکی ۱۶ کلن ملازم اخترعلي د کور د مالکې په تشدد مړ شوی دی.

د پنجاب صوبې د اوکاړې ضلعې هلک اختر علي سره د خپلې خور عطیې بي بي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د فوزیه بي بي په کور کې کار کاوه.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د لاهور اکبري ګېټ سيمې تاڼېدار زاهد شاه وویل چې دا پیښه د فوزیې بي بي په کور کې شوې چې د پنجاب اسمبلۍ د یوې ښځینه غړې لور ده.

نوموړي وویل چې د اختر علي پلار محمد اسلم لخوا تر پرچې یا رپورټ (اېف ای ار) درج کېدو وروسته پوليسو چاپې وهل پيل کړي خو د ده په خبره، په تشدد کولو تورنه فوزيه بي بي سره له ټولې کورنۍ تښتېدلې.

زاهد شاه وویل:

((په اسمبلۍ کې د ښځو په ځانګړې څوکۍ د منتخب شوې غړې لور په کور کې دې ورور او خور کار کاوه. پوره مالومات به د پوسټ مارټم تر رپورټ پس راځي خو د دې هلک په بدن د تشدد نښې وې.))

د اېس اېچ او زاهد شاه په وینا، د اختر علي خور عطیې پولیسو ته ویلي دي چې دوه ورځې وړاندې (د جولای ۱۰مه) فوزیې بي بي د اوسپنې په راډ د ده ورور وهلی وو.

د پنجاب صوبې وزير اعلا شهباز شریف د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو د حقونو مبارز امتیاز احمد وویل چې په کورونو کې کار کوونکي ماشومان د ورځې له ۱۶ تر ۱۸ ساعتونو پورې کار کوي او معاوضه ورته يوازې یو څو سوه روپۍ ورکول کېږي.

ده وویل چې په دې کارکوونکو ماشومانو کې زیاته خطره هغو نجونو ته وي چې د کار په غرض په يو کور کې اوسي.

((که موږ سره یو قانون موجود وي نو د هغې په بنیاد به موږ څه ګامونه پورته کړو. که فرض کړه په يو کور کې په ماشوم باندې تشدد کېږي نو که قانون موجود نه وي نو څرنګه به په دې لړ کې قانوني کارروايي وشي.))

کله چې مشال راډیو د پنجاب صوبې د ماشومانو د خونديتوب څانګې مشرې صبا صادق سره په دې لړ کې رابطه وکړه نو هغې وويل: ((موږ د اختر علي له کورنۍ سره د پوره مرستې کولو باور ورکړی. دا ډيره د افسوس وړ خبره ده. د دې پيښې په اړه به نه يوازې حکومت قانوني کارروايې کوي بلکې موږ به هم له حکومت سره مرسته کوو.))

د پنجاب صوبې د ماشومانو د تحفظ څانګې په وینا چې په دې ورستیو کې ورته زیات کېسونه د هغو ماشومومانو ورغلي چې د بااثره کسانو په کورونو کې کار کوي.

په ۲۰۱۴ز کال کې هم د لاهور په کورونو کې کارکوونکي دوه ماشومان د کور د مالکانو لخوا د تشدد له وجې مړه شوي ول.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG