د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم ګوند د پاناما اسنادو په اړه رپورټ چیلېنجوي


اسلام اباد - د پاکستان وفاقي وزیرانو او د واکمن مسلم لیګ (ن) غړو ویلي، د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې رپورټ په سپریم کورټ کې چیلېنجوي.

د نهې پر ورځ په اسلام اباد کې د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ تر شوې غونډې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) له لوري د مالي چارو وزیر اسحاق ډار، د رېلونو وزیر خواجه سعد رفیق او د وزیراعظم د قانوني چارو مرستیال بیرسټر ظفر الله خبري غونډې ته وویل، دوی به سترې محکمې ته له ثبوت او دلیل سره ورځي.

اسحاق ډار وویل، د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې (جې ای ټي) رپورټ وروستی نه دی بلکې فیصله لا پاتې ده.

ده وویل، دا رپورټ نیمګړی دی.

((د رپورټ تر خپرېدا وروسته د وزیراعظم د استعفا غوښتنې پیل شوې دي. دا رپورټ چې موږ لیدلی پکې ډېرې نیمګړتیاوې دي نو زما په اند ټولو ته صبر کول په کار دي ځکه چې د ګډې پلټنیزې ډلې رپورټ وروستی نه دی. د قانوني چارو پوهان به د وزیراعظم او د ده د کورنۍ په استازیتوب دا رپورټ لولي. بل دا چې د وزیراعظم په نوم له هېواده بهر هېڅ کمپني (شرکت) نشته.))

د وزیراعظم لور مریم نواز هم جې ای ټي ته ورغلې وه
د وزیراعظم لور مریم نواز هم جې ای ټي ته ورغلې وه

د پاناما اسنادو په قضیه کې پر ده د لګېدلو تورونو په ځواب کې اسحاق ډار وویل، دی د خپلو ((ټولو معاملو رېکارډ)) لري او د ثبوت په توګه یې هر څه پخوا هم وړاندې کړي، اوس به یې هم کوي.

د رېلونو چارو وزیر سعد رفیق خبري غونډې ته وویل، د وزیراعظم نواز شریف په نوم له هېواده بهر په ټاپوګانو کې هېڅ شرکت یا کمپني نشته او د جې ای ټي رپورټ افسانې دي.

ده تور پورې کړی چې ګډې پلټنیزې ډلې په خپلو څېړنو کې پریوالی ښودلی دی چې نه وو په کار.

په عین وخت کې د دې رپورټ تر خپریدو وروسته د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنې کړې دي.

د دې رپورټ په اړه د حکومت او اپوزیشن د غبرګونونو په اړه په پېښور کې د قانوني چارو پوه قاضي انور وايي، پر رپورټ د حکومت نیوکې د هغوی حق دی او له قانون سره سم، د دې د ننګولو حق هم لري. خو د ده په وینا، حکومت او اپوزیشن دواړو ته په کار ده چې د سپریم کورټ درناوی او د وروستۍ پرېکړې انتظار وکړي.

ګډې پلټنیزې ډلې، د پاناما اسنادو په اړه خپل رپورټ د ګل پر ورځ (د جولای ۱۰مه) سترې محکمې ته ورکړ. په رپورټ کې د وزیراعظم او د کورنۍ ژوند او د ګټې وټې یا امدن سرچینې تر پوښتنې لاندې راغلې دي.

XS
SM
MD
LG