د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان "د نړۍ ۸۰ فیصده هېروین" تولیدوي


پراګ - د امریکا د نشه يي توکو ضد مبارزې او د قانون عملي کوونکې نړیوالې ادارې ویلي دي چې اوس هم په افغانستان کې خورا زیات اپین پیدا کېږي.

د دې ادارې مرستیال ویلیم براون فیلډ د سې شنبې پر ورځ وویل، لا هم د نړۍ ۸۰ سلنه یا فیصده هېروین په افغانستان کې تولیدېږي او وسله وال طالبان د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لري.

براونفیلډ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بیخي څرګنده ده چې نشه يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې وسله وال طالبان پکې نفو‌‌ذ لري.

نوموړې وسله وال طالبان د یوې داسې ډلې په توګه یاد کړل چې ((د ترهګرو فعاليتونو)) تر څنګ د نشه يي موادو کاروبار هم کوي.

ویلیم براون فیلډ وویل،افغانستان د نشه یې موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې یو لړ بریاوې تر لاسه کړي خو د کوکنارو کښت په ختمولو کې يې لا هم هڅې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

روان کال هم افغان حکومت په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو پټي واړول او هڅه یې وکړه چې بزګران یې حاصل تر لاسه نه کړي. خو د حکومتي چارواکو او د سیمو اوسېدونکي وايي، حکومت په زرګونه هېکټاره ځمکه د کوکنارو فصلونه ختم نه کړای شول.

XS
SM
MD
LG