د لاسرسي ځای

په لاهور کې د غېرت په نوم مور او لور وژل شوي


د لاهور په بادامي باغ علي پوره سيمه کې د سېشنبې په ورځ يو تن خپله خور او خورزه د غېرت په نوم وژلي دي.

د يادې سيمې د تاڼې مشر رانا تاثير رياض د نهې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دا پېښه سهار د شپږ نيمې او اووه بجو ترمنځه مخې ته راغلې چې پکې شهزاد نومې تن خپله خور بشرا او د هغې ۱۶ کلنه لور نورشيزه د غېرت په نوم وژلي دي.

ده وویل ”دا پېښه د بادامي باغ علي پوره سيمې کچه ابادۍ کې سهار شپږ نيمې يا پاوکم اووه بجې رامنځ ته شوې. په وژل شویو کې يوه بشرا او يوه د هغې لور ده، د غېرت په نوم دواړه د بشرا ورور وژلي دي.يعنې خپله خور او خورزه يې ووژل. شهزاد يې نوم دی او تښتېدلی دی“

د رانا رياض په وينا چې دوی د دې پېښې پلټنې پیل کړي دي خو تر دې دمه ورته کوم درخواست نه دی ورکړی خو له خپلو خپلوانو يې پوښتنې پیل کړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د غېرت په نوم د وژنو په اړه يو راپور کې ويلي چې په ۲۰۱۶م کې ۵۱۲ ښځي او ۱۵۶ نارينه د غېرت په نوم وژل شوي وو. سږ کال د غېرت په نوم د وژنو ۵۸ پېښې رامنځ ته شوي چې پکې ۴۰ ښځي او ۱۸ نارينه وژل شوي.

د بشري حقونو د کمېشن ترمخه په دې پېښو کې يوازې۱۷ کسان تر دې دمه پوليسو نيولي دي خو زياتره کسان د خپلولۍ له رشتو ګټه پورته کړي او داسې په روغه جوړه خبره خلاصه شي.

د بشري حقونو د کمېشن مرستيال مشر کامران عارف مشال راډيو ته وويل چې تر څو دا د روغې جوړې خبرې له منځه نه وي وړل شوي تر هغې ښکاري داسې چې دا د وژنې پېښې به هم دا رنګ رامنځ ته کېږي.

کامران عارف زیاته کړه ”چې کله په کورنۍ کې دننه مرګونه وشي نو په دغه کې اکثر راضي نامې وشي چې له کبله يې ملزم يا مجرم ته سزا نه ملاوېږي. دا يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده او تر څو چې په قانوني توګه د دې مخنيوی نه وي شوی نو هم دا رنګ پېښې به کېږي“

د بشري حقونو د کمېشن د مشر په وينا چې په پاکستان کې د داسې يو قانون ضرورت دی چې د غېرت په نوم وژنې په پېښو کې له مدعي واک واخلي او د معافۍ اختيار هم ختم کړل شي ځکه چې که څوک خپله خور ووژني نو مور پلار يې معاف کړي، هغوی خپل زوی کله هم سزا ته نه پرېږدي.

د ځيني راپورونو ترمخه په تېرو څلورو ورځو کې يوازې په لاهور کې د غېرت په نوم د وژنې دا پينځمه پېښه وه. د جولای پر اتمه په شېراکوټ کې يو تن خپله خور او په لسمه جولای ښځه او خاوند وژل شوي وو.

د دې ترڅنګ په ګوجرانواله کې يوې مېرمنې په خپل خاوند له دې وجې تېزاب اچولي وو چې هغه د دوېم واده اراده لرله.

XS
SM
MD
LG