د لاسرسي ځای

تازه خبر

خورشید شاه: د جمهوریت د دوام لپاره د نواز شریف استعفی ضروري ده


نواز شریف او خورشید شاه
نواز شریف او خورشید شاه

د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن دوو ګوندونو د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیز ډلې تر رپوټ وروسته د وزیراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کړې ده.

دې ګوندونو د اسمبلۍ غونډې رابللو په اړه له مختلفو سیاسي ګوندونو سره رابطې هم پیل کړې دي.

د سېشنبې پر سهار په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي مطبوعاتو ته وویل چې پيلپز ګوند او له متحده قومي مومنټ سره یې د وزیراعظم د استعفا په اړه رابطې هم پیل کړي دي.

ده وویل چې له نورو اپوزیشن ګوندونو سره به مشاورت لپاره رابطې کېږي او ډېر ژر به د حکومت مخالفه ګوندونه یو کړنلاره جوړه وي.

شاه محمود قریشي په وینا چې وزیراعظم د ګډې پلټنیزې ډلې له رپورټ وروسته اوس وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې د پاتې کیدو اخلاقي او قانوني جواز نه لري.

په اسمبلۍ کې د اپوزېشنمشر خوشید شاه ویلي دي چې د جمهوریت د تسلسل لپاره پکار ده چې وزیراعظم نوازشریف استعفا ورکړي.

بلخوا د راپورونو ترمخه د لاهور هایي کورټ بار وکیلانو په ټول ملک کې د وزیراعظم ا استعفې اخیستو په اړه د احتجاج فیصله کړې ده.

د وزیراعظم نوازشریف په مشری کې د ګډ پلټنیز رپورټ او دا معامله سپریم کورټ په وړلو یوه مشاروتي غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې وفاقي وزیران، قانوني چارو کارپوهان او اټارني جنرل ګډون کړي دي.

د ملک موجوده سیاسي صورتحال او د وزیراعظم استعفې په اړه خبریال او کار پوه هارون رشید وایي مخالفه سیاسي ډلو لخوا په حکومتبه فشار زیاتېږي.

تیره ورځ د پاناما اسنادو په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې رپورټ سپریم کورټ ته وړاندې شوی وو.

په دغه رپورټ کې ویلي شوي وو چې د وزیراعظم د کورنۍ د ژوند او د امدن په وسیلو کې ډېر فرق دي.

XS
SM
MD
LG