د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پوليو ضد کمپاين پيل شو


د خېبر پښتونخوا و قبايلي سيمو په شمول نن (دوشنبه) د ملک په بيلا بيلو بر خو کې د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پيل شو. د پاکستان د پوليو وايرس مخنيوي ادارې تر مخه د ملک په ۷۳ هغو سيمو کې يې دا کمپاين پيل کړی چې د ګوزڼ ناروغۍ لپاره حساسه ګرځولي دي.

د پاکستان د صحت محکمې وياند ساجد حسين مشال رېډيو ته وويل چې په دې کمپاين کې به له پنځو کلو څخه کم عمره ماشومانو ته څاڅکي او له يو کال څخه کم عمره کوچنيانو ته به ستنې وهي. ((په خيبر پښتونخوا کې شل لکه، په قبايلي سيمو کې درې لکه، بلوچستان کې ديارلس لکه او سند کې څلوېښت لکه ماشومانو ته دا ويکسين کيږي.)) همداراز به دا کمپاين په پنجاب او ګلګت بلتستان کې هم وشي.

د چارواکو په خبره د ګوزڼ ضد دا کمپاين به په مرحله وار شکل ترسره شي. له لسم تر اولسمې جولايي په اسلام اباد، پنډۍ، د خېبر پښتونخوا ټاکلو ضلعو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان، بلوچستان، پاکستان واک تر لاندې کشمير او د سيند صوبې ځينې برخې شاملېدي۔

دا کال يوازې درې کيسونه مخې ته راغلي دي

د کمپاين دوهمه مرحله له اولسمې جولايي تر شلمې او درېمه يې تر ديرش جولايي پورې ده چې د پاکستان پاتو سيمو کې به پکې ماشومانو ته ويکسين کيږي. د پوليو مخ نيوي پروګرام لپاره د پاکستان وزير اعظم وياندې او سېنېټرې عايشه رضا خان مشال رېډيو سره په خبرو کې ووېل چې په تېرو وختونو کې د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو څخه د پوليو کېسونه زيات راتلل خو سږ کال له قبايلو هيڅ داسې کېس نه دی راغلی.

هغې زياته کړه: ((د ملګرو ملتونو د صحت اداره (ډبليو، اېچ، او) او يونيسف د پوليو مخنيوي پروګرام کې زموږ مرسته کوي. ځينې ادارې د دې پروګرام څارنه کوي او ځيني نور د دې کار لپاره پيسې او تخنيکې مرستې برابروي. دوی ټولو د پوليو ختمولو لپاره د پاکستان خپلې هلې ځلې ستايلي دي.))

عاشه رضا خان زياته کړه چې افغانستان او پاکستان کې خلک د يو بل سره ډېر تګ راتګ کوي نو ځکه پر پوله اوښتونکو ماشومانو ته د ويکسين ورکولو لپاره د ويکسينو ډلې ګمارل شوې دي.

د پاکستان پوليو مرض مخنيوي ادارې تر مخه په ۲۰۱۵ کال کې د پوليو درې سوه او په ۲۰۱۶ کال کې شل مخې ته راغلي وو. د چارواکو په وينا سږکال تراوسه د ګوزڼ درې کيسونه رپورټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG